دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغان طالبان: په افغانستان کې جګړه پای ته رسيدلې

افغان طالبان: په افغانستان کې جګړه پای ته رسيدلې

ویب ډیسک

افغان طالبانو د سپتمبر په ۶مه نېټه د کابل په مطبوعاتي مرکز کې يوه خبري ناسته تر سره کړه. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په دغې خبري ناستې کې وويل،چې طالبانو په پنجشېر کې د کنترول واک تر لاسه کړی او په دې سره په افغانستان کې جګړه په رسمي توګه پای ته رسيدلې ده.

 

نوموړي زياته کړه، چې د پنجشېر راتلونکی والی او مرستيال والی به له ځايي خلکو څخه وټاکل شي. طالبان به په هېواد کې د پنجشېر د خلکو په شمول د بېلا بېلو قومونو مساوات وساتي.

 

نوموړي په خپلو خبرو کې د دغه هېواد پر وړاندې ستونزې یادې کړې او و يې ويل، چې امريکايي ځواکونو له افغانستان څخه له وتلو مخکې په قصدي توګه د کابل د هوايي ډګر ګڼ شمېر تاسيسات ويجاړ کړي دي. اوس د قطر او ترکيې ډلې د هوايي ډګر د اعاده کېدو په هڅه کې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه