دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهدايران ولسمشر: تر فشار او ګواښ لاندې مذاکره د منلو وړ نه...

دايران ولسمشر: تر فشار او ګواښ لاندې مذاکره د منلو وړ نه ده

ویب ډیسک

د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي د سپټمبر پر ۴مه د ايران د ذروي مسئلې په اړه وويل، چې مذاکره يو ډول ډيپلوماټيکه لاره ده، خو تر فشار او ګواښ لاندې مذاکره د منلو وړ نه ده.

 

د ايران د ولسمشرۍ ویبسايټ د خبر له مخې، رئيسي د روانې مياشتې د ۴مې نېټې په شپه د لومړي ځل لپاره په ژوندۍ تلويزيوني مرکه کې خلکو ته وويل، چې د ايران د ذروي مسئلې په اړه مذاکرات د دې هېواد د نوي حکومت په اجنډا کې ځای شوي دي.

 

دغه راز هغه زیاته کړه، چې مذاکرات بايد د ايرانيانو ګټې وساتي او پر ايران د امريکا بنديزونه ټول لغوه کړي. ايران به په دې برخه کې خپل سر ټيټ نه کړي.

 

نوموړي د افغانستان د حالاتو په اړه وويل، چې د افغانستان له مسئلې څخه دا څرګنده شوه، چې د امريکايي ځواکونو شتوالی په هېڅ ځای کې امنيت نه جوړوي، بلکې امنيت ويجاړوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه