ويب ډیسک
د طلوع نيوز د خبر له مخې، اوسمهال د افغانستان د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ په پنجشېر کې جګړه لا سخته شوې ده.
د مقاومت جبهې وياند فهيم دشتي وويل، تر اوسه د طالبانو زرګونه غړي په پريان کې محاصره شوي دي.
هغه زياته کړه، چې هلته جګړه لا روانه ده او پنجشېر ته عمومي لاره بنده شوې ده.
طالبانو وويل، چې د پنجشېر شتل، پريان، خنج، عنابه او ابشار ولسوالۍ یې نیولي دي.


