ویب ڈیسک
په داسې ورځ چې افغانستان یوه نوي پړاو ته ور دننه کیږي زه غواړم چې په دغه هیواد کې د پراخیدونکي بشري او اقتصادي بحران او په بشپړ ډول د اساسي خدماتو د دړې وړې کیدو د ګواښ اړه خپله ژوره اندیښنه په ډاګه کړم.
نن، د افغانستان نژدې نیمايي نفوس – ۱۸ میلیونه وګړي – د ژوندي پاتې کیدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري. په هرو دریو افغانانوکې یو یې په دې نپوهیږي چې راتلونکي خواړه یې له کومه ځایه راځي. له پنځه کلنۍ دکښته عمر لرونکو ماشومانو څه باندې نیمايي به یې په راتلونکي کال کې له شدیدې خوارځواکی سره مخامخ شي. خلک هره ورځ اساسي خدماتو او توکو ته لاسری له لاسه ورکوي. یوبشري ناورین په څرګندیدو دی.
اوس د پخوا په پرتله ډیرافغان ماشومان، ښځې او نارینه د نړیوالې ټولنې ملاتړ او پیوستون ته اړتیا لري. دپاته کیدو او خدمت کولو په اړه د بشردوستانه سیستم د ژمنو د پوره کولو وخت دی. سږکال واردمخه، موږ اته میلیونه خلکو ته مرستې رسولي دي. په تیرو پنځلس ورځو کې موږ ۸۰ زره خلکو ته خواړه او په زرګونو بیځایه شویو کورنیو ته د مرستو کڅوړې رسولي دي. تیره ورځ موږ د هوا له لارې ۱۲ نیم ټنه طبي تجهیزات افغانستان ته ولیږل.
د یوې سختې وچکالۍ او د سختو ژمنیو شرایطو په منځ کې، اضافي خواړه، سرپناه او روغتیایی توکي باید په عاجل ډول دغه هیواد ته ولیږدول شي. زه له ټولو خواوو غواړم چې د ژوند ژغورنې او د ژوندي پاتې کیدو د توکو او همدارنګه د ټولو بشر دوستانه نارینه او ښځینه کارکونکو لپاره، ازادانه او خوندي بشر دوستانه لاسرسی اسانه کړي.
بله اونۍ به موږ د راتلونکو څلورو میاشتو په اوږدو کې د ډیرو بیړنیو بشري اړتیاو اود هغه د مالي تمویل په اړه توضیحات د افغانستان لپاره په یوې نوې غوښتنه (اپیل) کې خپاره کړو.د بشردوستانه چارو او د بیړنیو مرستو سمبالونکی مارټین ګریفیتس چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال دی، ددغه اپیل دچمتو کولو او د ملګرو ملتونو دټول سیسټم همغږي کونکی دی.
زه له ټولو غړو هیوادونو غواړم چې د اړتیا په دغه ریښتیني وخت کې د افغانستان له خلکو سره ډیره هڅه او مرسته وکړي. زه له دوی څخه غوښتنه کوم چې پر وخت، انعطاف وړ او هراړخیز مالي تمویل ته اوږه ورکړي. زه پر دوی غږکوم چې د بشردوستانه کارکونکو د تمویل د ډاډمنیدو، ددوی دلاسرسي او قانوني ساتنې لپاره چې دوی ورته دپاته کیدو او خدمت کولو لپاره اړتیا لري، مرسته وکړي.


