دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد سریلانکا پښتانه

د سریلانکا پښتانه

لیک : سردار ولي
دوې پېړۍ وړاندي په په هند کي د آس روزنکي يوازي افغانان وه او په چلند ورسره ښه پوهېدل، يوه نيمه پېړۍ وړاندي چي انګرېزان سريلانکا ته ننوتل، يوه ډله افغانانو هلته د آسانو د تجارت په نيت ولاړل او تجارت ښه ګټه وکړله، دې پښتنو تجارانو ته د هغه ځای خلګو [بهاي Bhais] ويل.

د ښه مرغه دې ورستيو کي تون ايم. ضمير کريم د [AFGHANS OF SRI LANKA] په نامه کتاب وليکه او په دې اړه ئې نوي خبره کړي، هغه ليکي:
“…په۱۸۸۱ع کال کي د سريلانکايي پښتنو شمېر زر تنه وو چي بيا کرار-کرار مخ پر کمېدو سو او اکثره اوس يوازي ادعا کوي چي پښتانه دي خو پښتو ئې نه ده زده او يوازي د هجرې ناسته او شنې چای د پښتنولۍ شکل ګڼي…

په سريلانکا کي افغانان Pattani, Kabul Afgha، karzyo, Manishen نومونو يادېږي خو دولتي رسمي اسنادو کي زموږ د کورنۍ په ګډون بهايي ريکارډ دي، زما (ضمير کريم) پلارنی ور نيکه غني کريم خان بهايي نومېده چي له يوې سريلنکايۍ نجلۍ سره ئې واده کړی او تر اوسه همدلته يو، سريلانکا کي اپريدي، يوسفزي،، غلجي، احمدزي، کاکړو او نور ځانونه ته خان وايي، د سريلنکا اصلي اوسېدونکي [مالايي] افغانان Bangali Orang (د بنګال سړي] بلل…”

ډاکټر ضمير کريم ددې پښتني کهول یو طبي ډاکټر او تاریخپوه دئ چي دده له خولې نيکه ئې ]کریم بای خان] د نولسمۍ پیړۍ په وروستیو کي سیلون ته راغلی او يوه مخلوط سیلوني. مالایي پښتني او هندي کورنۍ لري، په تیرو څو کلونو کي هغه په سریلانکا کي په افغاني ټولنه پراخي لیکني او دوه کتابه ليکي چي د سريلانکا د مسلمانانو لخوا ئې هم ملاتړ کېږي.
ضمير کريم د مقالې په پای کي ليکي چي:

“که څه هم د سیلون پټان له ډیېري مودې راهیس له پامه غورځېدلي، خو دوی پرته له شک، زموږ د ښکلي ټاپو په تاریخ کي یو نه هېریدونکی نقش پریښود!”

د ښه مرغه تېر کال سريلانکا کي افغان سفير [محمد اشرف حيدري] د اولسمشر په ځانګړې پاملرنه د ډآکټر ضمير سره ناسته وسوه او د هغه په غوښتنه د دوی کور د افغان سفارت لخوا رسماً د افغانانو ملکيت وګڼل سو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه