افغانستان کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن ویلي چې د اګست پر ۳۱مه افغانستان کې د امریکای ښکیلتیا پای ته نه رسیږي. ټاکل شوې تر شپږو ورځو ( داګست ۳۱مه) له افغانستانه د بهرنیو سرتیرو، او د کابل هوايي ډګر له لارې بهرنیو وګړو او د دوی د افغان همکارانو د وېستلو بهیر پای ته ورسیږي.
ښاغلي وېلسن سي بي اېس خبري چینل ته ویلي له طالبانو سره د تعامل له لارې او که هر ډول حکومت رامنځته کیږي امریکا خپلو وګړو او افغان همکارانو ته ژمنه ده. د امریکا دې استازې ویلي د تېرو څو میاشتو په اوږدو کې یې په تکرار افغانستان کې له مېشتو امریکایانو غوښتنه کړې چې له افغانستانه ووځي، خو د ده په وینا خلک پاتې شوې او دا دوی خپل کار او حق دی.
خو ښاغلی وېلسن زیاتوي له دې وګړو سره به د دوی مرسته دوام ولري.
بل خوا د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار معید یوسف پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د کډوالۍ او بشري کړکیچ مخنیوي لپاره له طالبانو ګډ کار وکړي. که څه هم رپوټونو کې ویل شوي چې د کندهار په سپین بولدک کې زرګونه کسان پاکستان ته د اوښتو لپاره راټول شوي خو ښاغلی معید وايی د کډوالو د څپې وېره نشته.


