ویب ډیسک
افغانستان کې د ترکیې ځواکونو له حضور سره د طالبانو له مخالفت وروسته ترکیه وایي ترکي سرتیري اشغالګر نه بلکې د افغانانو ملګري دي.
د ترکیې د دفاع وزیر خلوسي اکار وسله والو طالبانو ته په ځواب کې د ترکیې او افغانستان ترمنځ د تاریخي او کلتوري اړیکو یادونه کړې ده او د طالبانو بیان یې یو سوتفاهم بللی.
ترکیې رسنیو د دفاع د وزیر خلوسي اکار له خولې ویلي، چې کاري چوکاټ تیار شوی او په ځانګړو برخو کې کار دوام لري.
خو طالبانو په یوې اعلامیې کې دغو خبرونو ته په غبرګون کې ترکیه په افغانستان کې د خپل اشغال په دوام غندلې او ویلي یې دي چې دا له امریکا سره د شوي تړون څخه سرغړونه ده.


