دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهروسیه وايي امریکا په افغانستان کې د روان وضعیت مسووله ده

روسیه وايي امریکا په افغانستان کې د روان وضعیت مسووله ده

ویب ډیسک
روسیه وايي امریکا په افغانستان کې د روان وضعیت مسووله ده او هرڅه یې نیمګړي پرېښي دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، چې امریکا په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان لپاره هیڅ بنسټېز کار نه دی ترسره کړی.

ماریا زخارووا امریکا ته په کنایه کې د نامتو روسي طنز لیکونکي میخایل ژوانسکې دا جمله ویلې ده، وضعیت یې بیخي جوړ کړ، څنګه چې و هر څه په خپل حال پاتې دي. نوموړې خندلي او زیاته کړې یې ده، امریکایانو په افغانستان کې داسې ډیموکراسي پلې کړې ده چې اوس هغه کسان هم له ځان سره خپل هېواد ته بیایي کومو چې له دوی سره کار کړی او یا یې ډیموکراسي منلې ده.
نوموړې د خپلو خبرو پر دوام وویل، امریکا هر څه لکه خپله ډیموکراسي نیمګړي پرېښودل او ووته.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه