یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد احمدشاه بابا میراث راپاتې د زه نه سم کولی چې ده...

د احمدشاه بابا میراث راپاتې د زه نه سم کولی چې ده خپلو خلکو د حق له خبرې کینم ـ اصغرخان اڅکزئ

راپور: عبدالکریم
د عوامی نیشنل ګوند د اطلاعاتو سیکرټری اسدخان اڅکزئ جسد نن په چمن کې خاوره ته وسپارل شوه ـ
د جنازې د مراسیمو  په وخت د یاد ګوند ایالتي مشر اصغرخان اڅکزئ کوم چې د اسدخان د تره زوی هم ده پخپله وینا کې وویل چې پاکستان سره هر هغه شی سته چې دوه وکړئ د اسدخان قاتلانو ورورسیږئ ـ هغه زیاته کړه چې موږ کومه ګناه کړې چې د هغې سزا موږ ته راکول کیږئ ـ هغه زیاته کړه چې موږ تل په دې وطن کې ده سولې، ښیګړې او د ورورولی خبره کړې ده ـ

هغه خپله وینا کې وویل چې ریاست دې زمونږ باور را په ځای کړئ چې موږ ده دې وطن سیاله خلک یو ـ که چرته موږ کوم جرم کړئ ئې نو چې خلک په شپې ولې موږ په ورځ مړه کړه ـ او ده دې وطن ده قانون لاندې موږ ته سزا راکړه بیا به موږ هم ومنو چې هغه ده د وطن قانون کار په لاس ده ـ

اصغر خان زیاته کړه چې ماته د احمدشاه بابا میراث راپاتې دي زه نه سم کولی چې د خپلو خلکو د حق له خبرې کینم ـ

یاد دې وی تېره ورځ د اسدخان اڅکزئ جسد د کوټې د نوحصار سیمه کې په یوه څاه کې موندل شوئ وه ـ اسدخان اڅکزئ د تېرو پنځه میاشتې مخته نادرکه شوی ؤ ـ

پولیس د اسدخان په وژنه یوه لیویز واله او د هغه ملګري یې ککړ بللی ـ
د اسد خان اڅکزئ د وژنې په ضد پرون د بلوچستان تجارانو کاربندیز اعلان کړئ وؤ ـ چې لکبله یې نن د کوټې ښار ټول لوی مارکټونه تجارانو په بشپړه توګه یې تړلی دي ـ
یاد دي وی چې عوامی نیشنل ګوند او پښتونخواه ملی عوامی ګوند د تجارانو د کار بندیز ملاتړ کړئ ؤ.

اړه لرونکي ليکني

جواب ورکړه

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه