یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبانو د دوحې توافقنامې په اساس خپل مسئولیتونه ادا کړي.

طالبانو د دوحې توافقنامې په اساس خپل مسئولیتونه ادا کړي.

ویب ڈیسک

ملا عبدالغني برادر د دوحې توافقنامې کالیزې د پوره کېدو په مناسبت یوه پیغام کې ویلي، چې ددې توافق په اساس طالبانو عملیاتو کې کموالی راوستلی، د ولایتونو د سقوط کولو هڅه یې نه ده کړې او په مهمو نظامي او استخباراتي مرکزونو یې ستر بریدونه نه دي کړي، په داسې حال کې چې د نوموړي په وینا مقابل لوري د توافقنامې خلاف پر ملکي سیمو هوایي بریدونه کړي، عملیات یې ترسره کړي او ملکي تلفات یې اړولي دي.

د طالبانو د قطر دفتر مشر همداراز وايي د نړیوالو هیوادونو څارونکو، چې د دوحې توافقنامې د لاسلیک مراسمو کې حضور درلود باید ددې توافق له عملي کېدو جدي نظارت وکړي او د سولې دا فرصت باید ضایع نه شي.

ملا برادر وایي چې وروستیو وختونو کې په کور دننه ځینو کړیو چاودنو او هدفي بریدونو ته زور ورکړی څو په دې سره د تاوتریخوالي کچه لوړه وښيي او د بهرنیانو حضور ته زمینه برابره کړي.

اړه لرونکي ليکني

جواب ورکړه

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه