دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاپټا تړون په ۲۰۱۰ کال لاسلیک شوي وو او زیاته ګټه ورڅخه...

اپټا تړون په ۲۰۱۰ کال لاسلیک شوي وو او زیاته ګټه ورڅخه د پاکستان سوداګرو ترلاسه کوله

ویب ډیسک
د افغانستانپاکستان د ترانزیت سوداګریز تړون (اپټا) د تعدیل په اړه مشورتي ناسته د بلخ ، هرات ، کندز او کابل ولایتونو د خصوصي سکتور ، د ماليې وزارت ،ترانسپورت وزارت ،د افغانستان د سوداګریزو خونو د فدراسیون ،د سکتوري خونو،او د افغانستان ـــ پاکستان د سوداګریزو چارو ګډې خونې د استازو په ګډون د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني په انلاین وینا سره د حرکت موسسي په همکارۍ پرانستل شوه .
د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني، وویل چې موږ هڅه کوو په سرحدي ولایتونو کې د خصوصي سکتور د استازو نظرونه او وړاندیزونه په ځانګړي ډول سوداګریزواو ترانزیټي شرکتونو اړوند چاريې په متن کې اصلاح او تعدل کړو .
ښاغلي غوریاني زیاته کړه چې دغه وزارت د ولسمشرۍ ماڼې په ملاتړ د پاکستان د سوداګرۍ له وزارت سره د اپټا تړون د تعدیل لپاره خبرې پیل کړي او په دې برخه کې پرمختګ هم شوي دي.
په دې ناسته کې د حرکت موسسي اجراییه رییس حجت الله فضلي هم د صنعت او سوداګرۍ وزارت له هراړخیزو پروګرامونو، په ځانګړي توګه د اپټا تړون له تعدیل څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او زیاته یې کړه چې موږ غواړو زموږ خصوصي سکتور له دې تړون څخه ډیره ګټه پورته کړي .
د افغانستان – پاکستان د ګډې خونې د عامل پلاوي رئیس ښاغلي خان جان الکوزی وايي چې د اپټا تړون په ۲۰۱۰ کال لاسلیک شوي وو او زیاته ګټه ورڅخه د پاکستان سوداګرو ترلاسه کوله خو نن ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خصوصي سکتور په مرسته دا تړون تعدیل او د دواړو هیوادونو سوداګر ورڅخه مساوي او برابره ګټه ترلاسه کړی .
ښاغلي الکوزي له پاکستان سره د اپټا تړون د تعدیل لپاره د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د دې وزارت د خبرو اترو د ټیم مشرتابه هم مننه وکړه او ویې ویل چې اوس ټول هڅه کوې دا تړون تعدیل شي چې دا تعدیل د سیمې هیوادونوپه ځانګړې ډول له لویدیځې آسیا سره د هیواد د سوداګرۍ په ګټه دی.
په غونډه کې ، د مالیې او ترانسپورت وزارتونو مرستیالانو د اپټا تړون په ترمیم کې د وزارتونو د رول په اړه هم معلومات وړاندې کړل او د تړون د متن په تعدیل کې یې د صنعت او سوداګرۍ له وزارت سره خپله همکاري اعلان کړه.
همدا رازد بلخ ، هرات ، کندز او کابل ولایتونو د خصوصي سکتور استازو هم د افغانستان او پاکستان د ټرانزیټ سوداګرۍ تړون د تعدیل په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ ترسره کیږي.
دیادونې وړ ده چې تر دې دمه د کندهار ، ننګرهار او خوست ولایتونو د خصوصي سکتور له استازو سره مشورتي ناستې تر سره شوي ترڅو د اپټا تړون د تعدیل په متن کې ددوی نظریات شامل کړي.
دصنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه ، د ولسمشرۍ د عالي مقام په ملاتړ ، د نړیوالې سوداګرۍ سازمان د اصولو او معیارونو سره د اپټا تړون کې تعدیل غواړي ، چې په اړه یې د دواړو هیوادونو مذاکراتي ټیمونو لا دمخه ګډ ې خبرې اترې کړي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه