یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه سعودي عربستان کې بې پاسپورټو افغان وګړو ته د افغاني پاسپورټونو...

په سعودي عربستان کې بې پاسپورټو افغان وګړو ته د افغاني پاسپورټونو وې

ویب ډیسک

کابل – هغه افغان وګړي چې د مجبورتيا له مخې سعودي عربستان شاهي هیواد ته د پاکستان په ګډون، د نورو هېوادونو په اسنادو راغلي او کار کوي، د افغانستان پاسپورټ په شمول به له قانوني سندونو څخه برخمن شي.

په ریاض کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د سفارت د هڅو په پایله کې، سعودي چارواکو د عربستان پادشاه او د الحرمين الشريفين خادم ملک سلمان بن عبدالعزیز آل‌سعود د خاص فرمان له مخې موافقه وشوه ترڅو په سعودي کې د افغانستان اتباعو معلومات به د نورو هېوادونو له سندونو څخه د افغانستان ملي پاسپورټونو ته انتقال شي. د يادونې وړ ده چې دغه بهیر به د ملي احصائيې عمومی ریاست سره په همغږۍ ترسره کیږۍ.

د دې بهیر له شروع سره، افغان اتباعو ته د افغانی پاسپورټونو وېش او د سعودي بهرنيو اتباعو سیستم (جوازات) ته د دوی معلوماتو د انتقال سربېره، هېواد ته به د دغه کاريګرو د سفر او د خپلې پیسو د انتقال زمينه برابره شي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت یوځل بیا د سعودي عربستان پادشاه او د الحرمین الشریفین خادم اعلیحضرت ملک سلمان بن عبد العزیز آل‌سعود، د افغانستان اتباعو د معلوماتو د انتقال په اړه د هغه د عالي مقام خاص فرمان څخه ستاینه کوي او افغان اتباعو ته د کار زمينې په برابرولو کې د سعودي ملګري او ورور هېواد د چارواکو څخه مننه کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه