دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاصحاب کهف یا ( دسمڅې یاران )

اصحاب کهف یا ( دسمڅې یاران )

لیک : ډاکټر لطیف یاد
داصحاب کهف یا دسمڅې یاغار دیارانو په اړوند به موډیرڅه لوستلي وي. په قرآن شریف کې ددوی په اړوند یو ه سوره شته چې( سورةالکهف ) یې بولي .همداراز ددوی په اړوند ډیرې لیکنې، ویډیو ګانې او فلمونه هم جوړ شوي دي . په مسیحي دیني منابعو کې هم ددوی یادونه شوې ده. اصحاب عربي ویی( لغت ) دی چې ملګرو او هم صحبتانو ته وایي او کهف هم سمڅې یا غار ته ویل کیږي . په انګریزي ژبه او انجیل کې اصحاب کهفوته ( Seven Sleepers)او یا ( Companions of the Cave ) هم ویل کیږي .

اصحاب کهف په حقیقت کې هغه مو منان ول چې دلوی خدای په وحدانیت یې عقیده درلودله او دخپلې زمانې دواکمنانو او ظالمانو په وجه یې چې ددوی دعقیدې نه یې کرکه درلودله دهغو له ویرې یې یوې سمڅې یا غار ته دخپل سپي سره یوځای پناه یووړه او دځینو روایتونو په بنسټ هلته ۳۰۹ کلونه ویده شول .

په قرآن شریف کې دالکهف په سوره کې داصحاب کهفو په اړوند دالاندیني ایتونه لولو:
اَم حَسِبتَ اَنَّ اَصحـبَ الكَهفِ والرَّقيمِ كانوا مِن ءايـتِنا عَجَبـا»(کهف ۹ آیت )
او ( تَرَى الشَّمسَ اِذا طَـلَعَت تَزوَرُ عَن كَهفِهِم ذاتَ اليَمينِ واِذا غَرَبَت تَقرِضُهُم ذاتَ الشِّمالِ) (الکهف ۱۷ آیت )
که څه هم په قران شریف کې داصحاب کهف دنومونو ذکر او یادونه نشته خو هغوی دخدای نیک بندګان ګڼل شوي دي.
په ځینو تاریخي منابعو او سرچینو کې ددوی نومونه دادي :
مكسيميليانوس
أكساكوستوديانوس
يامبليكيوس
مرتينيانوس
ديونيسيوس
أنطونينوس
قسطنطينوس, (أبو يوحنا)..
په ځینو نورومنابعوکې ددوی نومونه په دې ډول راغلي دي :
1 – مکسلمینا 2 – یملیخا 3 – مرطولس 4 – ثبیونس 5 – دردونس 6 – کفاشیطیطوس 7-منطنوا سیس
په مسیحي منابعوکې هم دداصحاب کهف نومونه په لاندنیوبڼو راغلي دي :
Maximian, Malchus, Marcian, John, Denis, Serapion,
او په دې بڼّه هم :
Maximilian, Jamblichus, Martin, John, Dionysius, Antonius, and Constantine.
ویل کیږي چې ددوی دسپي نوم قطمیر و.
دوی دروم دپاچا دکیانوس دظلم په وجه هغه سمڅې ته پناه وړې وه او کله چې د۳۰۹ کلن خوبه راویښ شول نو سخت وږي شوي وو او ددوی سره یوڅو سکې وې اوخپل ملګري یې بازار ته ولیږل چې پر دغوسکو څه خواړه رانیسي چې ویې خوري خوددوی دغه سکې ځکه کوټه او ناچلې شوې وي چې ډیره زمانه پرې تیره شوې وه او چا ورته ددې سکو په بدل کې سودا ورنکړه او دوی مجبوره شول چې بېرته هماغې سمڅې ته لاړشي او بیاویده شي او بیاوروسته ددوی پته ونه لګیدله .
داصحاب کهف دسمڅې اوغار دمو قعیت په اړوند بیلابیلې نظریې شته ځینې وايي دغه سمڅه په سوریې ، اردن ، سعودي عرب ،اودنړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې مو قعیت لري ، خو ډیر تاریخ لیکونکي په دې اند دي چې دا سمڅه دترکییې په جنوب لویدیز داناتولي دافسس یا ایفوسیس په لرغوني ښار کې ده او دعیسی مسیح علیه السلام تر زیږیدو دمخه دغه ښار یومشهورښار و چې وروسته بیاخلکو داصحاب کهف سمڅې ته نږدې یوجومات هم جوړ کړ چې اوس یې هم نخښې نښانې شته او هرکال په زرګونو سیلانیان له دغې سمڅې نه لیدنه کوي .
انځورپه ترکیه کې داصحاب کهف سمڅه

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه