دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهلوپټې مو له دستاره کمې نه دي

لوپټې مو له دستاره کمې نه دي

لیک : وړانګه لوڼۍ

د پښتون افغان تاريخ د ډېرو اغلو او ښاغلو د مېړانو او سر شیندلو نه ډک دی خو موږ په دې اوسني دور کښې يوازې د دې ټپې انګازه اوریدله چې:
که د ځوانانو پوره نشوه
ګرانه وطنه جينکۍ به دې ګټينه
دغه ټپه به مو هم هله اوریدله چې په قام او وطن به سخته ورځ راغله زښت ظلم او جبر لاندې به وو نو هر چا به د خپل ځان ته ډاډ ورکولو دپاره دغه ټپه کوله او يا به کله کومې ښځې يا انجلۍ داسې کار وکړو چې د ستايلو به وو نو به ځوانانو د هغې ستاینې دپاره دغه ټپه کوله.

که د پښتون افغان تاريخ موږ وګورو له پېر روښان د روښاني تحريکه رانيولې بیا تر پښتون ژغورنې غورځنګ پورې بې شمېره افغان ملالیو خويندو داسې سر شیندنې کړې دي چې نن هم د پښتون افغان تاريخ پرې ویاړي. دا بیله خبره ده موږ د خپل تاريخ نه لرې ساتل شوي يو او موږ هم دغه هڅه نه ده کړې چې خپل تاريخ ولولو يا وګورو او خپلو خويندو، لوڼو او بچيانو ته یې وښايو.

د بېلګې په توګه که موږ را واخلو نو د روښاني دور اغلې بي بي الۍ چې د حداد کور واله وه او د پير روښان لمسۍ وه. دا روښاني تحريک د جنګياليو سره د حداد په مشري کښې اوږه په اوږه د مغلو خلاف جنګېده کله چې د کوهاټ سره نيژدې حداد په يوه جګړه کښې شهيد کړی شو نو د دې لښکر مشري بیا دې کوله، تر دې چې ونيول شوه په هند کښې بند کړل شوه او هلته یې په زندان کښې ساه ورکړه، دغه رنګې نازو انا، زرغونه انا، ملاله ميوند واله، بي بي زينب، رابعه بړیڅه، راڼۍ، حليمه او د بېټنيو چابۍ انا د هغه ځلانده نومونه دي چې يا ښه د کمال شاعري یې کړې ده او يا په جنګ کښې د خپلو ننګياليو وروڼو، پلارونو او ځامنو سره جنګیدلې دي، بیا که موږ دغه سلسله راواخلو دلته په جنوبي پښتونخوا کښې تورپېکۍ اڅکزۍ او بخت نامه کاکړه د استعمار پر خلاف د مزاحمت يو ډېر لوی نوم دې.

اوس راځم و نني دور ته چې نن هم هغه شان ميړاني او توريالۍ پېغلې شته زموږ په کورونو کښې زمونږ په کليو کښې، زموږ په بانډو کښې چې هر رنګه مېړانه او سر شیندنه ته تيارې دي خو زموږ پلارونو، وروڼو او ځامنو ورته لار نه ده ورکړې، سمه روزنه یې نه ده شوې او يا ستايلې شوې نه دي که نوي د پښتون افغان وطن ناخوالې، جنګونه، ظالم او جبر يو رنګه د خپلو وروڼو او پلارونو تر څنګ تېراوي خو بیا دغه ظلم او جبر پر خلاف دوی نشي کولی د خپلو وروڼو، ځامنو او پلارونو تر څنګ ودریږي ولې چې دلته موږ په خپله ډېر ناوړه دودونه رامنځته کړي دي چې د هغې په وجه مو د خپلو خويندو، ميندو او لوڼو مخه نيولې ده.
زياتره دغه خبره عامه ده چې وايي:
ښځه یا د کور ده يا د ګور

مانا یې دا ده چې ښځه به يا کور وي یا به په قبر کښې وي دوی د نورو دنياوي، سماجي، سیاسي او ټولنيزو معاملاتو سره هېڅ سر و کار نه لري خو په حقیقت کښې داسې نه ده ولې چې ټولنه بې له ښځې نيمګړی ده او نيمه ده ځکه پکار ده موږ خپلې خويندې او لوڼه و هڅوو چې د ټولنې او ټولنيزو ضرورت او ارزښتونو مطابق په بیلابیلو څانګو کښې د خپلو وروڼو پلارونو او ځامنو سره څنګ په څنګ خپل خدمتونه ترسره کړي او خپله ټولنه لکه د نړۍ نورې ټولنې سیاله یې کړي.

د څو ورځې مخکې چې د جنوبي پښتونخوا په سر ښار کوئټه کې کومه پېښه را منځته شوه چې په عثمان لالا باندې استعمار په خپل کور کښې ګوزار کړې وو او هغه په سر باندې ګوزار خوړلې وو تر دې چې هغه بې سده شوې و، کله چې دغه خبر رسنيز شو نو وطن د غم په ټغر کېناسته چا یې د ښه علاج کولو بندوبست کاوه او ورته دعا ګانې کولې، چا خیراتونه چې خدای دې وکړي ښاغلي عثمان لالا زر تر زره جوړ سي. دغه غم يوازې په ځوانانو نه بلکې زمونږ په خويندو هم وو او ډېری انجونو دغه هوډ وکړو چې موږ سبا روژه نیسو او دعا به غواړو چې خدای لالا زر جوړ کړي.

دغه د روژې يا نه خوړلو دود دلته زموږ په ټولنه کښې ډېر د پخوا نه دی چې چا نه به څه تېروتنه وشوه او يا په چا به یې خپله خبره منله نو به یې روژه نيوله يا به نه خوړولو اعتصاب کاوه.

چې بیا ښاغلی عثمان لالا د له ښه علاج دپاره کراچی ته يوړل شو نو هم ټول پښتون افغان اولس په دې تشویش کښې دې چې خدای مکړه کومه ناوړه پېښه نه شي را منځته او خدای دې وکړي چې عثمان لالا روغ او جوړ و وينو، خو هغه رنګ و نشول او عثمان لالا د کراچی په اغا خان هسپتال کښې د تل لپاره سترګې پټې کړې……

کله دغه خبر خپور شو د پښتون افغان وطن د هر وګړي که نر و او که ښځه له سترګو یې بې واره اوښکې توی شوې که خپل وو که پردي و، که لرې که نيژدې وو هر يو د سلیمان لائق دغه شعر په خوله وو چې:
خدایه دا دې څه را وکړل چې يو نر دې را پرېنښود
کوم کمره تا چې تکيه شو لکه شګه را نړیږي

څنګه چې هر ځوان او زوړ، هر مشر او کشر په دې خفه وو په دې چې ډېره لويه هستي مو له لاسه ورکړه هم دغه رنګه هره خور او مور، ښځه او خور خفه وې او دغه ټپه یې په خوله وه چې:
دا دې عثمان د مرګي غږ شو
په اسمان زاڼې کړاغېدې په زمکه انجونه

ولې چې هر چا خپل مشر بللو، چا خپل ورور ګڼلو، چا خپل پلار او چا خپل زوی او بیا په دومره جبر او ظلم سره وژل یې د دې اولس دپاره يوه لويه الميه وه.

هره سترګه اوښکه اوښکه، هره مور مو په ژړا وه، هره خور بې وروره شوې، په هر کور کښې د غوغا وه،دا ده تلين يوازې پښتون افغان زهیر نشو د دې سره بلوچ، سندهی او سرائیکي هم غمجن وو او کله چې د شهيد لالا جسد یې د روډ د لارې له کراچی په د کوئټې پر خوا را روان کړو سندهيانو یې هر کلی وکړو او سړکونه ته و ده ته د عقيدت وړاندې کولو دپاره
راو وتل دغه رنګه بیا چې د بلوڅو علاقو باندې راتلو د بلوڅو ښځې ورته راوتلې وې د دې دپاره چې هغوی خپل نمائنده شمارلو چا سلامي ورته وکړو چا ایمبولېنس ښکل کړ او په چا چغو چغو پسې وژړل…

پښتون افغان اولس که څه هم د غم په ټغر ناست وو خو خپل شهيد ته د سلامي تياريانې روانې وې، دغه هر څه موژ د ډېر نيزدې نه ليدل موږ هم د خپل استعداد او پوهې په اساس څه د نوي کړنې په تکل کښې وو تر دې چې و مو ويل باید دغه وار پښتنې ښځې هم راووځي او خپل شهيد ته د عقيدت پېرزونې وړاندې کړي دغه به په پښتون افغان تاريخ کښې يو نوی ګام وي موږ چې کله دغه خبره په خپل سرکل کښې وکړه ټولو ملګريو مې تود هرکلی وکړ او وې ويل خامخه راوځو له کوئټې نيولې بیا خانوزۍ، کاڼ مهترزۍ او دغه رنګه تر هند باغه په دې سبا ځای په ځای د خپلو وروڼو تر څنګ خويندې، ميندې او لوڼه هم ولاړې وې، لمر سخت وو ګرمي زياته وه خو هیچا اوف کدرې نه وکړل بلکې ويل به یې که شهيد لالا د وطن په ننګ سر کښېښودلي شي موږ د ده د احترام دپاره په لمر خو څه کې په اور درېدلی شو.

دا هرې پېغلې په خوله دغه نعره وه چې:
ستر شهيد افغان شهید
عثمان شهيد عثمان شهيد
لالا ستا په وينو انقلاب راولو..

چا پرې ګلان و پاشل، چا ورته سلامي وکړه چا یې په زیات احترام کښې ورته لاس په ځيګر خپل سرونه کښته کړل…
دا د پښتون افغان په تاريخ کښې تاريخي او وياړلې ورځ وه که خدای مې خطا نکړي يوه د نېلسن منډېلا جنازه وه چې اووه ورځې په افریقا کښې په روډونو ګرځېده او خپلو افقرينو ورته پېرزوينې وړاندې کولې په دې چې هغه خپل قوم او ملت ازادي ګټلې وه او انګرېزي استعمار ته یې ماتې ورکړې وه او دلته په پښتون افغان وطن کښې د شهيد لالا جنازه چې درې ورځې دوې شپې په روډ باندې وه او خلکو ورته خپل د عقيدت پېرزونې وړاندې کولې ولې چې څلوېښت کاله یې د دې اولس دپاره له پنجابي استعماره د حق اخيستې مبارزه کړې وه.

موږ ته په کار ده چې که په صحیح مانې موږ سیاست کوو او خپلواکي تر لاسه کوو نو موږ به خپلې خويندې، لوڼه او وريندارګانې په دې پوهه کوو چې زموږ تاريخ،کلتور، جغرافيه او زموږ قامي او ملي ګټې څه دي؟ لیک او لوست پرې وکړو او وې هڅوو چې تاسو له چا کمې نه يي، ضروري نه ده چې ټولې دې عملي سیاست وکړي خو کم از کم په هر کور کښې باید مکالمه ته لار ورته جوړه کړو د خپلو وروڼو او ځامنو تر څنګ باید د خپلو لوڼو او خويندو سره هم بحث وشي

چې سبا خدای مکړه بیا داسې سخت ورځ راځي چې موږ سره څنګ پر څنګ خپلې خويندې هم روانې وي دلته هره خور بي بي زينب ده، راڼۍ ده، حليمه ده، تور پېکى اڅکزى ده، بخت نامه کاکړه ده، ملاله ده، هر ښځه رابعه ده، هره مور نازو انا او زرغونه ده هره لور بي بي الۍ ده خو په شرط د دې چې مونږ یې روزنه وکړو او په خپل تاريخ، جغرافيه او ملي ګټو یې خبرې کړو.
هغه يو شاعر څه ښه وايي
پښتنې په قامت سترې نه دي څه دي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه