بلوچستان؛ خضدار کې دوه ځله زلزله شوې؛ د دواړو ټکانونو کچه له ۳.۵ لوړه ثبت شوې

0
32

د بلوچستان په خضدار ولسوالۍ کې دوه ځله د زلزلې ټکانونه احساس شوي دي.

د زلزله‌سنجونې ادارې د معلوماتو له مخې، د لومړۍ زلزلې کچه د رېښتر په کچه ۳.۶ او ژوروالی یې ۱۲ کیلومتره ثبت شوی، چې مرکز یې د خضدار ښار سوېل لوېدیځ لوري ته ۳۴ کیلومتره لرې و.

د ادارې په وینا، د دویمې زلزلې کچه ۳.۷ وه او مرکز یې د خضدار سوېل لوېدیځ لوري ته ۴۲ کیلومتره لرې ثبت شوی دی.