د افغانستان د واکمن حکومت مشر هبتالله اخوندزاده له خلکو غوښتي چې د ده مینه په زړونو کې پیدا کړي، څو د نوموړي امرونه ومني او پیروي یې وکړي.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، اخوندزاده د سېشنبې په ورځ کابل ته د ځانګړي سفر پر مهال کابل پوهنتون کې یوې غونډې ته وینا کړې ده.
د افغانستان د واکمن حکومت له خوا په خپره شوې غږیزه وینا کې د نوموړي له قوله ویل شوي: «خلک دې د مشر مینې ته وهڅوئ، څو د هغه امرونه ومني او پیروي یې وکړي.»
د راپور له مخې، د نوموړي له راتګ مخکې د کابل پوهنتون او شاوخوا سیمو کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو. پر نږدې ودانیو نښهویشتونکي ځای پر ځای شوي وو، د پوهنتون په دروازو کې پوځي موټر درول شوي وو او استخباراتي کارکوونکي هم په سیمه کې موجود وو.
د پوهنتون د کارکوونکو او زدهکوونکو په وینا، پوهنتون د یکشنبې له ورځې تړل شوی و. ځايي اوسېدونکو هم ویلي چې امنیتي ځواکونو د دوی د کورونو پلټنې کړې دي.
د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت په وینا، په دې غونډه کې د واکمن حکومت لوړپوړو چارواکو، دیني عالمانو او زرګونو کسانو ګډون کړی و. د راپور له مخې، د اخوندزاده تر راتګ مخکې له ګډونوالو غوښتل شوي وو چې له نوموړي سره خپل بیعت تازه کړي.
اخوندزاده په خپله وینا کې ویلي چې د شریعت د احکامو پلي کول د مسلمانانو ترمنځ یووالی او همغږي پیاوړې کوي. هغه زیاته کړې چې د اسلامي نظام له رامنځته کېدو وروسته خلکو ته باید د دغه نظام پر ارزښت او دریځ پوهه ورکړل شي.
د نجونو د زدهکړو په اړه څرګندونې
د راپور له مخې، اخوندزاده د نجونو او ښځو پر زدهکړو او په ټولنیز ژوند کې د هغوی پر ګډون د لګېدلو محدودیتونو ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې دیني زدهکړې تر عصري زدهکړو ډېرې مهمې دي.
د افغانستان واکمن حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی او ښځې یې هم له ګڼو ټولنیزو او عامه فعالیتونو منع کړې دي.
نړیوالې جزایي محکمې د ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونو او د هغوی د ځورونې په تړاو د اخوندزاده او د واکمن حکومت د سترې محکمې د مشر پر وړاندې د نیولو حکمونه هم صادر کړي دي.
د فرانس پرېس د راپور له مخې، اخوندزاده چې شاوخوا یوه لسیزه مخکې د طالبانو مشر ټاکل شوی، تر ډېره په کندهار کې اوسېږي او د فرمانونو له لارې د افغانستان چارې پر مخ وړي. کابل ته یې سفرونه هم ډېر لږ دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د واکمن حکومت پر وړاندې د کوچنیو وسلهوالو ډلو فعالیتونه د دغه حکومت د واکمنۍ لپاره جدي ګواښ نه دي ګرځېدلي؛ خو د واکمنې ډلې په منځ کې د اختلافونو راپورونه هم وخت ناوخت خپاره شوي دي.


