د افغان مېرمنو پټه مبارزه؛ د محدودیتونو باوجود د زده‌کړو او کار هڅې روانې دي

0
33

په افغانستان کې یو شمېر ښځې او نجونې د زده‌کړو او کار پر وړاندې د محدودیتونو سربېره، د پټو ښوونځیو، انلاین زده‌کړو او ټولنیزو فعالیتونو له لارې د خپلو حقونو لپاره مبارزې ته دوام ورکوي.

د «پولیټیک» په یوه راپور کې، چې د ۲۰۲۶ کال د نومبر پر ۳مه خپور شوی، راغلي چې د افغانستان واکمن حکومت له ۲۰۲۱ کال راهیسې پر ښځو او نجونو ګڼ محدودیتونه لګولي، خو د دغو محدودیتونو باوجود افغان ښځې د زده‌کړو او ټولنیز ژوند لپاره نوې لارې لټوي.

په راپور کې د افغان ښځو د زده‌کړو د حقونو فعالې مروسل رحیم ویلي، د نجونو لپاره په پټو ښوونځیو کې زده‌کړې کول له جدي خطرونو سره مل دي او ان د هغوی ژوند له ګواښ سره مخ کولای شي؛ خو په وینا یې، نجونې لا هم له زده‌کړو لاس نه اخلي.

د راپور له مخې، د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال هم ځینو افغان ښځو په خپلو کورونو کې پټ ښوونځي جوړ کړي وو. د مروسل رحیم مور ګلالۍ رحیم هم له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې په خپل کور کې ښځو او نجونو ته زده‌کړې ورکولې.

د ښځو د زده‌کړو د ملاتړ بنسټ د بنسټګرې پښتنې درانۍ ویلي، د افغانستان له سیاسي بدلون وروسته یې د زده‌کړو د برابرولو تګلاره بدله کړې او اوس د انلاین زده‌کړو له لارې په ۲۴ ولایتونو کې له ۲۵ ښوونځیو سره کار کوي.

د نوموړې په وینا، دغه بنسټ ۱۳۰ ښوونکي او شاوخوا ۵ زره زده‌کوونکې لري. هغې زیاته کړې، د افغان کورنیو لېوالتیا ده چې لوڼې یې زده‌کړې وکړي او همدا لېوالتیا د دوی د فعالیتونو د دوام لامل شوې ده.

په راپور کې راغلي، د انلاین زده‌کړو ترڅنګ ځینې ښځې او نجونې په دیني مدرسو، شخصي کورونو او ټولنیزو مرکزونو کې هم د زده‌کړو لپاره پټې لارې کاروي. خو په لرې پرتو سیمو کې انټرنېټ ته محدود لاسرسی او د انټرنېټ د بندېدو احتمال د دوی پر زده‌کړو اغېز کوي.

د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی هم د راپور یوه مهمه برخه ده. د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د ۲۰۲۲ کال د راپور له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په لومړیو لسو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۸۷ مستندې پېښې ثبت شوې وې، چې هېڅ یوه یې د رسمي قضايي نظام له لارې نه وه څېړل شوې.

د راپور په وینا، د ښځو د حقونو د ملاتړ پخواني قانوني جوړښتونه کمزوري شوي او د کورني تاوتریخوالي او نورو سرغړونو قربانیانې له رسمي ملاتړ څخه بې‌برخې شوې دي.

همداراز، د ښځینه خبریالانو پر وړاندې محدودیتونه هم زیات شوي دي. د بې‌پولو خبریالانو د راپور له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په لومړي کال کې له ۵۴۷ رسنیزو بنسټونو څخه ۲۱۹ تړل شوي او شاوخوا ۷۶ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

د ښځو د رسنیز بنسټ د بنسټګرې زهرا نادر ویلي، افغان ښځینه خبریالانې غواړي د خپلو ستونزو او تجربو په اړه پخپله راپورونه چمتو کړي، ځکه د نوموړې په باور، د افغان ښځو کیسې ډېری وخت د نارینه خبریالانو او بهرنیو رسنیو له خوا بیانېږي.

په راپور کې د ښځو د ملاتړ د بنسټونو د استازو په حواله ویل شوي، چې د افغان ښځو د مقاومت په بهیر کې یوازې ښځې ښکېلې نه دي، بلکې یو شمېر پلرونه او وروڼه هم د خپلو لوڼو او خویندو د زده‌کړو ملاتړ کوي.

راپور په پای کې ټینګار کوي چې د افغان ښځو وضعیت باید یوازې د محرومیت او قربانیو له اړخه ونه څېړل شي، بلکې د هغوی هڅې، نوښتونه او د محدودیتونو پر وړاندې مقاومت هم باید په رسنیو کې څرګند شي.