د خیبر پښتونخوا د بنو ضلعې د ډومېل تحصیل په کاشو سیمه کې د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې د ډرون برید شوی، چې له امله یې درې پولیس ژوبل شوي دي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، برید هغه مهال شوی چې پولیسو پر پوستې دنده ترسره کوله. نامعلومو کسانو د ډرون په وسیله پر پولیسو برید کړی دی.
د پېښې له خبر ترلاسه کولو وروسته د ژغورنې ادارې ۱۱۲۲ روغتیايي ډله سیمې ته رسېدلې او ژوبلو پولیسو ته یې لومړنۍ طبي مرستې ورکړې دي.
د راپورونو له مخې، د دوو ژوبلو پولیسو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی، خو د درېیم پولیس د روغتیايي وضعیت په اړه لا معلومات نه دي خپاره شوي.
تر اوسه کومې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی او د برید کوونکو هویت هم نه دی څرګند شوی. پولیسو هم د پېښې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.


