جسټس جمال خان مندوخېل: د بلوچستان اوسني وضعیت مې سترګې له اوښکو ډکوي

0
41

د پاکستان د سترې محکمې قاضي، جسټس جمال خان مندوخېل، د بلوچستان د روان وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د دغه ایالت حالت یې سترګې له اوښکو ډکوي.

نوموړي د بلوچستان د وکیلانو شورا په یوه جوړه شوې غونډه کې ویلي، د سیمې د امنیت او سولې د بېرته ټینګښت لپاره اړینه ده چې ټولې ښکېلې خواوې سره کښېني او د ستونزو د هواري لارې ولټوي.

جسټس مندوخېل ویلي، پخوا به یې د امنیتي ساتونکو له ملتیا پرته د بلوچستان هرې سیمې ته سفر کاوه، خو اوس کوټې ته د تګ پر مهال هم خلکو ته د احتیاطي تدابیرو سپارښتنه کېږي. نوموړي پوښتنه کړې چې دغه ایالت ولې دې حالت ته رسېدلی دی.

هغه زیاته کړې، د بلوچستان د وضعیت ښه کول یوازې د حکومت دنده نه ده، بلکې هر وګړی باید د روانو ستونزو پر لاملونو فکر وکړي او د هواري لپاره خپله ونډه ادا کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې د پخوا په څېر د سوله‌ییز چاپېریال د رامنځته کولو لپاره ګډو هڅو او خبرو اترو ته اړتیا ده.

د هغه په وینا، د سولې په شتون کې سوداګریز فعالیتونه پراخېدای شي او خلک کولای شي په ډاډه زړه محکمو ته تګ راتګ وکړي.