پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند په کوټه کې د ګازو د لوړو بلونو، د لګښتونو د ناسم حساب، د ګازو د کمښت او د برېښنا د اوږدمهاله پرېکون پر ضد پراخ لاریون کړی او په بلوچستان کې یې د خلکو لپاره د بېړنیو اسانتیاوو غوښتنه کړې ده.
لاریون د ګوند له مرکزي دفتره پیل شو او د ښار له بېلابېلو سړکونو او بازارونو، د منان څلورلارې، کندهاري بازار، لیاقت بازار، پرنس روډ او مسجد روډ له لارې تېر شو او د کوټې مطبوعاتي کلب مخې ته ورسېد. هلته ګډونوالو اعتراضي غونډه هم وکړه.
د لاریون مشري د ګوند صوبايي مشر نصرالله خان زېري، د صوبايي دفتر د چارو مسوولې ندا سنګر او نورو ګوندي مشرانو کوله. په لاریون کې د ګوند ګڼو غړو او یو شمېر ښاریانو ګډون کړی و.
د غونډې ویناوالو د سوېلي ګاز شرکت (SSGC)، د تېلو او ګازو د تنظیم ادارې (OGRA) او د پاکستان د تېلو وزارت د ګازو د ناسمو بلونو او د کافي ګاز نه برابرولو له امله وغانده.
د ګوند مشرانو ادعا وکړه، چې د ګازو د یوازې پنځو واحدونو د لګښت لپاره له ۱۸ زرو روپیو څخه زیات بلونه لېږل کېږي، په داسې حال کې چې د ۵۰ واحدونو بلونه ان ۱۵۰ زره روپیو ته رسېږي.
د ویناوالو په وینا، بلوچستان د طبیعي ګازو له زېرمو برخمن ولایت دی، خو اوسېدونکي یې بیا هم د ګازو د کمښت او برېښنا د پرلهپسې پرېکون له ستونزو سره مخ دي.
هغوی د ګازو د بلونو د ناسم حساب د مخنیوي، د ګازو او برېښنا د پرېکون د پای ته رسولو، د ګازو د فشار بېرته عادي کولو او د برېښنا او ګازو د پرلهپسې برابرولو غوښتنه وکړه.
پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند ویلي، تر هغه به خپل اعتراضي بهیر ته دوام ورکړي او پراخ به یې کړي، څو د خلکو غوښتنو ته رسېدنه ونه شي.


