د چاودنو پرله‌پسې ګواښونو اروپا کې هوايي ګډوډي رامنځته کړې؛ لس الوتکې بېړنۍ کېناستو ته اړ شوې

0
48

د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې د الوتکو د چاودنې د ګواښونو له امله د پنجشنبې په سهار لس الوتکې له خپلو ټاکل شویو لارو واړول شوې او په بېلابېلو هوايي ډګرونو کې یې بېړنۍ کېناستې وکړې.

د راپورونو له مخې، له لندن، ډوبلین، مادرید، کوپنهاګن او هېلسینکي څخه روانې الوتکې د امنیتي اندېښنو له امله په فرانسه، بلغاریا او بلجیم کې کېناستو ته اړ شوې.

د ایرلینډ هوايي شرکت ویلي، چې له ډوبلین څخه روم ته روانه د دوی EI402 الوتکه د امنیتي احتیاط په موخه د فرانسې په اورو هوايي ډګر کې کېناسته. دغه هوايي ډګر د پاریس لوېدیځ لوري ته شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره واټن لري.

بلخوا، د بلجیم رسنیو راپور ورکړی، چې هغه الوتکه چې د بروکسل په زاویتم هوايي ډګر کې کېناستو ته اړ شوې وه، د پولنډ د «لاټ» هوايي شرکت اړوند وه.

همداراز، د فنلنډ له هېلسینکي څخه روم ته روانه یوه الوتکه د ایټالیا د هوايي ځواک په ملتیا په خوندي ډول خپل ټاکلي هوايي ډګر ته ورسېده.

دا پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د روانې اوونۍ په لومړیو کې هم د اروپا په یو شمېر هېوادونو کې د الوتکو د چاودنې په اړه ناسم ګواښونه شوي وو او ځینې الوتکې یې بېړنیو کېناستو ته اړ کړې وې.

د پرله‌پسې ګواښونو له امله په اروپا کې د معلوماتي جګړې او سایبري بریدونو په اړه اندېښنې هم زیاتې شوې دي.