د خېبر پښتونخوا په پېښور ښار کې د نادرا ادارې یو مرستیال مشر د وسلهوال برید په پایله کې وژل شوی دی.
پېښه د حیاتاباد سیمې په پنځم فېز کې د نادرا دفتر شاته رامنځته شوې، چې پکې د فهد خان په نوم د دې ادارې مرستیال مشر په ډزو وژل شوی دی.
د پولیسو د لومړنیو څېړنو له مخې، د پېښې لامل ښايي د کورنۍ پخوانۍ دښمني وي. د پېښور د پولیسو مشر ډاکټر میاں سعید احمد ویلي، تر اوسه په پېښه کې د ترهګرۍ نښې نه دي موندل شوې.
نوموړي زیاته کړې، پولیس د ښار د څارونکو کمرېزو انځورونو په مرسته د بریدګرو د پېژندلو هڅه کوي او د پېښې د بشپړې څېړنې لپاره یې ځانګړې ډلې ګومارلې دي.
د پولیسو په وینا، وژل شوی فهد د شاروم زوی او د کافور ډهېري سیمې اوسېدونکی و. پولیس د پېښې له ځایه د ۳۰ بور تومانچې اته تشې مرمۍ هم ترلاسه کړې دي.
د فهد خان مړی د طبي معایناتو لپاره روغتون ته لېږدول شوی او پولیسو د بریدګرو د موندلو په موخه پلټنې پیل کړې دي.


