ریکو ډک کان‌کیندنې شرکت د چاغي له سیمه‌ییزو سوداګرو سره د همکارۍ پراختیا لپاره روزنیز پروګرام بشپړ کړ

0
37

د ریکو ډک کان‌کیندنې شرکت (RDMC) د بلوچستان په چاغي ولسوالۍ کې د سیمه‌ییزو سوداګریزو شرکتونو د وړتیا لوړولو درې ورځنی روزنیز پروګرام دویم پړاو بشپړ کړی دی.

د شرکت د معلوماتو له مخې، په دغه روزنیز پروګرام کې د کرتکه، نوکنډۍ، سیندک، دالبندین او یک مچ سیمو د ۱۳ سوداګریزو شرکتونو استازو ګډون کړی و.

ګډونوالو ته د شرکت د پېرودنې د کړنلارې، د عرضه‌کوونکو د نوم‌لیکنې، د بیو وړاندې کولو، داوطلبۍ، تخنیکي شرایطو، توکو د لېږد، مالیاتو، بلونو او پیسو ترلاسه کولو په اړه عملي روزنه ورکړل شوې ده.

همداراز، د روزنې پر مهال ګډونوالو ته د انلاین نوم‌لیکنې، د سوداګرۍ د پراختیا د پلان جوړولو او د خپلو کاري نیمګړتیاوو د پېژندلو او حل لارو په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

د پروګرام موخه دا ده چې سیمه‌ییز سوداګر د ریکو ډک کان‌کېندنې پروژې له سوداګریزو فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره اړین مهارتونه او وړتیاوې ترلاسه کړي.

د روزنیز پروګرام یوه ګډونوال ویلي، چې دغه ډول روزنې له سیمه‌ییزو سوداګرو سره مرسته کوي څو د پېرودنې له اصولو او شرایطو سره بلد شي، خپل کاري ظرفیت لوړ کړي او په راتلونکو سوداګریزو سیالیو کې ښه چمتووالی ولري.

د یادونې ده، چې د درې ورځنۍ روزنې په پای کې ګډونوالو ته د ګډون سندونه هم ورکړل شوي دي.

ریکو ډک د بلوچستان په چاغي ولسوالۍ کې د مسو او سرو زرو یوه لویه کان‌کېندنې پروژه ده، چې د جوړولو چارې یې روانې دي. د دې پروژې له بشپړېدو وروسته تمه ده، چې د اوږدې مودې لپاره د کان‌کېندنې، کارموندنې او سیمه‌ییزې اقتصادي ودې په برخه کې رول ولوبوي.