د مصر په الجیزه ولایت کې د دوو مسافر وړونکو اورګاډو د ټکر له امله اووه کسان وژل شوي او ۱۲۵ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، پېښه د قاهرې ښار سوېل ته شاوخوا ۳۰ میله لرې د الجیزې ولایت په العیاط سیمه کې رامنځته شوې ده.
د مصر د اورګاډو ملي ادارې ویلي، یوه اورګاډي له بل اورګاډي سره له شا لګېدلی، چې له امله یې د دواړو اورګاډو ځینې واګونونه له پټلۍ وتلي او ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د مصر د روغتیا وزارت د اوو کسانو مړینه تایید کړې او ویلي یې دي چې د ټپیانو له ډلې ۷۱ کسان تر روغتیايي درملنې وروسته له روغتونونو رخصت شوي دي.
مصر د نړۍ له پخوانیو اوسپنیزو پټلۍ لرونکو هېوادونو څخه دی او اوس مهال د دغه هېواد د ترانسپورټي شبکې د عصري کولو لپاره پراخې هڅې روانې دي.
د یادونې ده چې په ۲۰۰۲ کال کې هم د مصر په همدې ولایت کې د اورګاډي په یوه خونړۍ پېښه کې سلګونه کسان وژل شوي وو.


