د پاکستان د خیبر ولسوالۍ په تورخم بندر کې افغانستان ته د بېاسناده افغان کډوالو د ستنېدو بهیر په وروستیو اوونیو کې د پام وړ کم شوی دی.
د ډان ورځپاڼې د نومبر د ۱۰مې د راپور له مخې، د ژوند د خرابو شرایطو، د افغانستان په ډېرو سیمو کې د ژمي د سختېدو او د استوګنې د مناسبو ځایونو د نشتوالي له امله د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر ورو شوی دی.
په راپور کې د لنډي کوتل او تورخم د سرچینو له قوله ویل شوي، چې اوس هره ورځ له ۱۰ تر ۱۵ کورنۍ افغانستان ته ستنېږي، په داسې حال کې چې د روان کال په اګست او سپټمبر میاشتو کې به هره ورځ سلګونه کورنۍ ستنېدې.
د تورخم د حمزه بابا د نوملیکنې مرکز یوه چارواکي ویلي، چې په تېرو څو اوونیو کې د ستنېدونکو کسانو شمېر په ورځني ډول شاوخوا ۱۰۰ تنو ته راکم شوی، چې ډېری یې ماشومان دي؛ خو د سپټمبر میاشتې تر وروستۍ اوونۍ پورې به هره ورځ تر زرو ډېر کسان افغانستان ته تلل.
د نوموړي په وینا، اوس ډېری هغه کورنۍ ستنېږي چې نارینه مشران یې په وروستیو کې له پاکستانه ایستل شوي، یا د اوږدې ناروغۍ له امله په پاکستان کې د درملنې لپاره پاتې شوي وو.
هغه زیاته کړې، چې ځینې افغانان د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د بېاسناده بهرنیانو پر وړاندې د عملیاتو پر مهال نیول شوي او وروسته د پولیسو تر څارنې لاندې تورخم ته لېږدول شوي دي.
د تورخم د ګمرکي چارو یوه استازي ویلي، هغه کسان چې له پاکستانه ایستل کېږي، نېغ په نېغه د پولې صفر نقطې ته لېږدول کېږي؛ خو هغه کورنۍ چې د پېښور، نوښار، ازاخېل، نسرباغ او لنډي کوتل له لنډمهالو مرکزونو څخه ورلېږل کېږي، لومړی د نوملیکنې او ګمرکي پړاوونه بشپړوي.
د هغه په خبره، د ستنېدونکو کورنیو سامانونه د ګمرک په ترمینل کې په لاسي او برېښنايي وسایلو کتل کېږي او له اړینو پړاوونو وروسته ورته د پولې د اوښتو اجازه ورکول کېږي.
نوموړي ویلي، چې ډېری ستنېدونکې کورنۍ بېوزلې دي او زیاتره یې د پولې دواړو غاړو ته له پرتو پښتني سیمو سره تړاو لري. د ده په وینا، شتمنې کورنۍ او د نورو قومونو ډېری افغانان د ستنېدو په لومړیو پړاوونو کې بېرته افغانستان ته تللي دي.
د تورخم د ګمرکي تصفیهکوونکو ټولنې مشر مجیبالله شینواري ویلي، چې لا هم په پاکستان کې مېشت ګڼ بېاسناده افغانان افغانستان ته د بېرته تګ په اړه اندېښمن دي.
د هغه په خبره، په افغانستان کې د کار د فرصتونو، ښوونیزو او روغتیايي خدمتونو او مناسبو استوګنځایونو نشتوالی د دغو کورنیو د اندېښنو مهم لاملونه دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د پاتې افغانانو ډېری یې مزدورکاران دي او مسلکي وړتیاوې یې محدودې دي. همدارنګه، د اوږدې مودې په تېرېدو سره یې په افغانستان کې له پخوانیو ټولنیزو اړیکو سره هم اړیکې کمزورې شوې دي.
هغه خبرداری ورکړی، چې راتلونکې شپږ میاشتې به هغو کورنیو ته ډېرې ستونزمنې وي چې اوس افغانستان ته ستنېږي؛ ځکه د ژمي د سختیو پر وړاندې د مقابلې لپاره لږې شتمنۍ، د عاید محدودې سرچینې او د اوسېدو لپاره د کورونو له کمښت سره مخ دي.
د ستنېدونکو کډوالو د سامانونو د ورکېدو شکایتونه
په راپور کې د افغان کډوالو د شخصي سامانونو د ورکېدو او د ځینو توکو د نیول کېدو په اړه هم شکایتونه یاد شوي دي.
د تورخم سرچینو ویلي، ځینو موټرچلوونکو او لېږدوونکو د ستنېدونکو کورنیو د قیمتي سامانونو د غلا یا ورکېدو په اړه سیمهییزو چارواکو ته شکایتونه کړي دي. د دغو شکایتونو له امله ځینو کورنیو د لېږد له کرایې څخه د تاوان په نوم پیسې هم کمې کړې دي.
سرچینو زیاته کړې، چې ځینو افغان کورنیو د پولې د چارواکو له لوري د خپلو شخصي توکو، اړینو درملو او نورو وسایلو د نیول کېدو شکایت هم کړی، په داسې حال کې چې د دوی په وینا، دغه توکي له ګمرکي او برېښنايي پلټنو تېر شوي وو.
د راپور له مخې، د ورکو یا نیول شویو توکو د بېرته ترلاسه کولو لپاره شکایت کوونکي له یوه اوږده او پېچلي اداري بهیر سره مخ دي. د شکایتونو د څېړلو لپاره د ګمرک بېلابېلو چارواکو ته مراجعه او د پاکستان د ځمکنیو او بندري چارو ادارې او د ملي لوژستیکي ادارې اجازه هم اړینه ده.
سرچینو ویلي، د دې بهیر د اوږدوالي او ستونزو له امله ځینو افغان کورنیو له خپلو شکایتونو لاس اخیستی او د خپلو ورکو شویو توکو د بېرته ترلاسه کولو هڅې یې پرېښې دي.
په پای کې، د تورخم د ګمرکي تصفیې استازو له اړوندو ادارو غوښتي، چې د ستنېدونکو افغانانو د سامانونو د ورکېدو او ناقانونه نیولو مخه ونیسي؛ ځکه د دوی په وینا، دا ډول کړنې د پاکستان د ادارو نوم ته زیان رسوي.


