پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند په کوټه کې د ښاري ستونزو پر ضد د احتجاجي غورځنګ پیلولو اعلان وکړ

0
11

پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند په کوټه ښار کې د ګازو د ټیټ فشار، د برېښنا د اوږدمهاله پرچاوي، د اوبو کمښت، درنو بلونو، کثافاتو او د ترافیک او امنیتي ستونزو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د دغو ستونزو د حل لپاره به د خلکو په ملتیا پراخ اعتراضي غورځنګ پیل کړي.

دغه ګوند په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د کوټې ښار د بېلابېلو سیمو په غونډو کې یې مشرانو د ښاریانو پر ستونزو خبرې کړې او د اړوندو ادارو او ولایتي حکومت پر کړنو یې نیوکې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د ګوند مشرانو محمد عیسی روشان، الله نور خان او فقیر خوشحال کاسي د کوټوال سیمې په غونډه کې ویلي، چې د ګازو ټیټ فشار او د ګازو د شرکت له خوا د لوړو بلونو لېږل د خلکو اقتصادي ستونزې زیاتې کړې دي.

هغوی زیاته کړې، چې د ښار په مرکزي او شاوخوا سیمو کې د کثافاتو ډېرښت، د برېښنا اوږدمهاله پرچاوي او د څښاک اوبو نشتوالی د اوسېدونکو ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.

د ګوند مشرانو د ولایتي حکومت پر پراختیايي لګښتونو هم نیوکې کړې او ادعا یې کړې، چې د اعلی وزیر په سیمه کې د څو زره نفوسو لپاره د ۴۰ تر ۵۰ میلیاردو کلدارو په ارزښت پروژې پیل شوې دي؛ خو د دوی په وینا، د صوبې مرکز کوټه له لومړنیو اسانتیاوو بې‌برخې پاتې دی.

هغوی ویلي، چې په کوټه کې د سړکونو خرابوالی، د ترافیک ګډوډي، د موټرو اوږده کتارونه، بې‌روزګاري او امنیتي ستونزې د ښاریانو او سوداګرو ژوند ستونزمن کړی دی.

مشرانو د کوټې ښار د پرمختګ لپاره د پراخو بودیجو ځانګړي کولو او د بنسټیزو ستونزو د حل په موخه د یوې هر اړخیزې تګلارې غوښتنه کړې ده.

بل لور ته، د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند ولایتي مشر نصرالله خان زېري د وزیر کاسي کاریز سیمې په غونډه کې ویلي، چې د ګوند سیاسي هڅې د کوټې او سویلي پښتونخوا د خلکو د حقونو د ترلاسه کولو او د ستونزو د حل لپاره روانې دي.

نوموړي ویلي، چې د کوټې ټول اوسېدونکي، پرته له دې چې په کوم قوم یا ژبه پورې تړاو لري، کولای شي د ګوند له لارې د خپلو حقونو لپاره سیاسي مبارزه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې په دواړو غونډو کې د ګوند سیمه‌ییز مشران او نوي ټاکل شوي تنظیمي چارواکي هم معرفي شوي دي. پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند ویلي، چې د ښاریانو د ستونزو او هغه څه پر وړاندې چې دوی یې حکومتي بې‌انصافي بولي، خپلې سیاسي هڅې به روانې ساتي او د خلکو په ملاتړ به اعتراضي غورځنګ پیل کړي.