د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت وايي، د افغانستان له خاورې د ترسره کېدونکو ترهګریزو بریدونو مخنیوی د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا د حل لپاره مهم شرط دی او په دې برخه کې د افغانستان د اوسني حکومت پر وړاندې د پاکستان غوښتنې پر خپل ځای دي.
د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د شنبې په ورځ، د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر پر ۳۱مه، د افغانستان د اوسني حکومت د ویاند ذبیحالله مجاهد د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې ترهګري د پاکستان لپاره سره کرښه ده او د خپلو وګړو د امنیت په برخه کې له هېڅ ډول جوړجاړي سره موافق نه دی.
دغه وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اړیکو د خرابېدو اساسي لامل د افغانستان له خاورې د ترهګریزو فعالیتونو دوام دی او په وینا یې، د دغو فعالیتونو په مخنیوي کې پاتې راتلل د دواړو هېوادونو د اړیکو د عادي کېدو پر وړاندې خنډ دی.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت زیاته کړې، چې اسلاماباد به د خپلې پولې هغې غاړې ته د وسلهوالو ډلو شتون او فعالیتونه ونه زغمي چې د پاکستان امنیت ته ګواښ پېښوي.
د وزارت په وینا، پاکستان د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې د خپلو ملي ګټو او امنیت د ساتنې لپاره د اړینو اقداماتو حق لري او د خپلو وګړو د خوندیتوب هوډ یې باید کمزوري ونه ګڼل شي.
په اعلامیه کې راغلي، چې پر یو بل د تورونو لګول، بېپایلې ژمنې او د پاکستان پر سیاستونو نیوکې به روان کړکېچ حل نه کړي او نه به د افغانستان اوسنی حکومت له خپلو مسؤلیتونو خلاص کړي.
تر دې وړاندې د افغانستان د اوسني حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد له حریت راډیو سره په خبرو کې ویلي وو، چې کابل د پاکستان سره د اړیکو د ترینګلتیا د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو له لارې وروستۍ هڅې کړې دي، خو دغو هڅو کومه پایله نه ده ورکړې.
مجاهد د کابل او اسلاماباد ترمنځ د پیغامونو تبادله هم تایید کړې او ویلي یې دي، چې د منځګړو هېوادونو او د افغانستان د اوسني حکومت د چارواکو هڅې هم د کړکېچ په کمولو کې بریالۍ شوې نه دي.
نوموړي د پاکستان پر سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې اسلاماباد له کابل سره د اختلافاتو د سولهییز حل لپاره اړین چمتووالی نه لري.
د افغانستان د اوسني حکومت ویاند ټینګار کړی، چې افغانستان د رامنځته شویو ستونزو لامل نه دی او لا هم د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې د اختلافاتو پر حل باور لري.


