د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې د خیبر پښتونخوا په ټولو ۳۴ ولسوالیو کې د افغان کډوالو او نورو بېاسناده بهرنیو وګړو د پېژندلو او نیولو لپاره پراخ عملیات ترسره کړي.
د راپورونو له مخې، ټاکل شوې دغه عملیات د نومبر په لومړۍ نېټه پیل شي او ۱۲۰ ځانګړې ډلې به پکې برخه واخلي. له دې ډلې به ۵۰ په بازارونو او سوداګریزو سیمو کې او ۷۰ نورې به په استوګنیزو سیمو کې پلټنې کوي.
په دغو ډلو کې به د پولیسو، فدرالي کانسټبلرۍ، د پلټنو فدرالي ادارې او نورو دولتي بنسټونو کارکوونکي شامل وي. همداراز، په پېښور کې د عملیاتو د همغږۍ او څارنې لپاره ځانګړی مرکز هم جوړ شوی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د شمېرو له مخې، اوس مهال شاوخوا ۱.۶ میلیونه افغانان په پاکستان کې مېشت دي. له دې ډلې ۷۳۹ زره د ثبت کارتونه او ۶۶۶ زره د افغان تابعیت کارتونه لري، خو شاوخوا ۱۵۹ زره نور قانوني اسناد نه لري.
بلخوا، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو بنسټونو د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د بهیر په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له پاکستانه یې غوښتي چې د کډوالو، په ځانګړي ډول د زیانمنونکو کسانو، حقونه او خوندیتوب په پام کې ونیسي.


