بایننس سایبري برید؛ د ۶.۳ میلیارد ډالرو په ارزښت ډیجیټلي شتمنۍ اغېزمنې شوې

0
23

د نړۍ د مجازي پیسو د تبادلې ستر شرکت «بایننس» وايي، د یوه سایبري برید له امله یې د ۶.۳ میلیارد ډالرو په ارزښت ډیجیټلي شتمنۍ اغېزمنې شوې دي.

د راپورونو له مخې، دوو امریکايي شرکتونو «ټي‌آر‌اېم لېبز» او «چېن‌انالېسز» د دغه برید د ترسره کولو پړه د شمالي کوریا پر هکرانو اچولې ده.

د ټي‌آر‌اېم لېبز د معلوماتو له مخې، بریدګرو د بلاک‌چېن په ۱۰ شبکو کې د بایننس اړوند برېښنايي زېرمو ته لاسرسی موندلی او د شتمنیو ډېره برخه یې په شاوخوا ۲۰ دقیقو کې نورو برېښنايي زېرمو ته لېږدولې ده.

دغه شرکت ویلي، د برید څرنګوالی د شمالي کوریا له هکرانو سره تړلو پخوانیو سایبري غلاوو ته ورته دی او په دې اړه لوړ باور لري چې د دغه هېواد هکران پکې لاس لري.

بایننس ویلي، د نورو فعالو شرکتونو په مرسته یې د غلا شویو شتمنیو شاوخوا درې میلیارد ډالره بېرته کنګل کړي، خو د پاتې ۳.۳ میلیارد ډالرو برخلیک لا هم نه دی معلوم.

د بایننس د لومړنیو څېړنو له مخې، بریدګرو ښايي لومړی د دغه شرکت د یوه تخنیکي انجنیر لپټاپ ته لاسرسی موندلی وي او وروسته یې د همدې لارې برید ترسره کړی وي.