د پاکستان تحریک انصاف (پيټياېي) په ګوند کې د خیبر پښتونخوا د نوي اعلی وزیر د ټاکلو لپاره هڅې چټکې شوې دي او د ځینو سرچینو په وینا، یوه ډله غواړي علي امین ګنډاپور یو ځل بیا دې څوکۍ ته ورسېږي.
سرچینې وايي، د ګوند د ځینو مرکزي مشرانو غوښتنه دا ده چې د بونیر یا هزارې سیمې څخه دې نوی اعلی وزیر وټاکل شي؛ خو له ۳۰ څخه زیات د صوبايي اسمبلۍ غړي د علي امین ګنډاپور د بیا ټاکلو لپاره هڅې کوي.
د سرچینو په وینا، تر هغه چې د ګوند له بنسټګر سره مشوره نه وي شوې، د پارلماني ډلې له خوا ټاکل شوی نوی اعلی وزیر به لنډمهالی وي. ویل کېږي، د اسمبلۍ ځینو غړو د خپلو اړیکو د ساتلو لپاره په واټساپ کې جلا ډله هم جوړه کړې ده.
خو د پيټياېي د خیبر پښتونخوا ویاند شوکت یوسفزی رسنيو ته ویلي، چې د نوي اعلی وزیر په اړه تر اوسه پرېکړه نه ده شوې. د نوموړي په وینا، که سهیل اپریدي نااهله شي، د ګوند مشرتابه به له سلا مشورې وروسته د نوي اعلی وزیر په اړه پرېکړه وکړي.
هغه د ګوند دننه د ډلو د شتون خبره رد کړې او ویلي یې دي، چې د اسمبلۍ غړو د یو بل سره د اړیکو د ساتلو لپاره د واټساپ ډله جوړه کړې ده.


