افغانستان او زیمبابوې نن د شل اوریزو سیالیو لړۍ پیلوي

0
49

د افغانستان او زیمبابوې کرېکټ ملي لوبډلې نن، سې‌شنبه، د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې د درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه ترسره کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ پر فېسبوک‌پاڼه لیکلي، چې لوبه به د افغانستان پر وخت د ماښام په ۷ بجو پیل شي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه لوبه د اکتوبر پر ۲۹مه او درېیمه یې د نومبر پر لومړۍ نېټه ټاکل شوې ده.

د شل اوریزو سیالیو له پای ته رسېدو وروسته به دواړه لوبډلې په همدې لوبغالي کې دوه ټېسټ لوبې هم ترسره کړي. لومړۍ ټېسټ لوبه به د نومبر له ۵مې تر ۹مې او دویمه به د نومبر له ۱۳مې تر ۱۷مې نېټې ترسره شي.