د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت ویلي، د افغانستان واکمن حکومت باید د پاکستان د امنیتي اندېښنو د حل لپاره د څرګندو او باوري اقداماتو پر ځای له تورونو لګولو ډډه وکړي او ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره نه کارول کېږي.
دغه وزارت د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر پر ۲۴مه په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د پاکستان اندېښنې یوازې پر اټکلونو ولاړې نه دي، بلکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څار ډلې او د امریکا د حکومت د څارونکو په راپورونو کې هم د افغانستان په خاوره کې د وسلهوالو ډلو د شتون او فعالیتونو یادونه شوې ده.
د اعلامیې له مخې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تحلیلي ملاتړ او بندیزونو د څار ډلې په خپل شپاړسم راپور کې په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو شتون او فعالیتونه څېړلي دي. همداراز، د امریکا د مشر پلټونکي عمومي دفتر د «اوپریشن اېنډورېنګ سېنټینل» په راپور کې، چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ څخه تر مارچ پورې موده رانغاړي، ویلي چې د افغانستان واکمن حکومت تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه ورکړې ده.
د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د یاد راپور په حواله ادعا کړې چې د ټي ټي پي لپاره د ملاتړ او فعالیت د زیاتې ازادۍ له امله پر پاکستان بریدونه ډېر شوي دي. په اعلامیه کې د دغې ډلې د وسلهوالو شمېر د څلورو زرو او شپږو زرو ترمنځ اټکل شوی دی.
وزارت همداراز ویلي، د پاکستان او افغانستان پر پوله د وسلهوالو د اوښتو هڅې، د پاکستان د ترهګرۍ ضد عملیاتو پر مهال د افغان وګړو او د وسلهوالو ډلو د غړو وژل کېدل، او له وسلهوالو څخه د بهرني جوړښت د وسلو ترلاسه کېدل هغه موضوعات دي چې څېړنې ته اړتیا لري.
په اعلامیه کې د افغانستان په کندهار کې د واکمن حکومت د ځینو چارواکو له لوري د وسلهوالو ډلو د احتمالي ملاتړ په اړه هم اندېښنه څرګنده شوې ده. وزارت ټینګار کړی چې دا ډول اندېښنې باید یوازې په عمومي ردولو ځواب نه شي، بلکې په اړه یې باوري وضاحت او عملي اقدامات اړین دي.
د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت ویلي، د دغه هېواد امنیتي اقدامات د وسلهوالو ګواښونو پر ضد دي، نه د افغان ولس پر ضد. د وزارت په وینا، په دواړو هېوادونو کې سوله او ثبات له یو بل سره نږدې تړاو لري او د سیمې دواړه ولسونه له ترهګرۍ پاک چاپېریال ته اړتیا لري.
په اعلامیه کې له افغان واکمن حکومت څخه غوښتنه شوې چې د تحریک طالبان پاکستان، د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) او د هغوی د اړوندو ډلو د فعالیتونو، ملاتړ او اسانتیا برابرولو مخه ونیسي او اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو د پلانولو او ترسره کولو لپاره وکارول شي.
وزارت زیاته کړې چې پاکستان به د خپلو وګړو، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره اړین اقداماتو ته دوام ورکړي؛ خو په وینا یې، له افغانستان سره د مسوولانه خبرو اترو لپاره هم چمتو دی، په دې شرط چې متقابل درناوی، د ژمنو عملي کېدل او د وسلهوالو ډلو پر ضد د باوري اقداماتو ترسره کول پکې شامل وي.
د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت په پای کې ویلي، په سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره اړینه ده چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د ترهګریزو فعالیتونو په اړه د اسلاماباد اندېښنې په عملي او د تایید وړ اقداماتو ځواب شي.


