د باجوړ په بازار کې ناپېژاندو وسله‌والو درې وروڼه وژلي دي

0
56

د خیبر پښتونخوا د باجوړ په خار بازار کې ناپېژاندو وسله‌والو په ډزو درې وروڼه وژلي دي.

د خبریال حسبان الله خان د معلوماتو له مخې، وسله‌وال پر موټرسایکل سپاره وو او د درې واړو وروڼو پر هټۍ یې ډزې وکړې، چې له برید وروسته له سیمې وتښتېدل.

د نوموړي په وینا، دوه وروڼه د پېښې په ځای کې وژل شوي او درېیم یې روغتون ته تر لېږدولو وروسته د ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

د پېښې لامل تر اوسه نه دی روښانه شوی، خو د سیمې ځینې اوسېدونکي باور لري چې برید په نښه شوی و.

تر اوسه د بریدګرو د پېژندنې، نیولو او د پېښې په تړاو د امنیتي ادارو د اقداماتو په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.