د پاکستان د بلوچستان ایالت او ایران ترمنځ په سرحدي دروازو کې د شنبې په ورځ سوداګریز فعالیتونه درول شوي دي. د سوداګرو د اندېښنې له مخې، د دې پرېکړې دوام به پاکستاني سوداګرو او عامو خلکو ته مالي زیانونه واړوي؛ خو د بلوچستان ایالتي حکومت وايي، چې د سرحدونو تړل لنډمهاله دي او موخه یې د سرحدي چارو ښه تنظیمول دي.
د ګوادر په ساحلي ولسوالۍ کې د ګبد ـ ریمدان له سرحدي دروازې څخه د پاکستان او ایران ترمنځ د توکو سوداګري کېږي. د دې لارې د پاکستاني سوداګرو د ټولنې مشر، عبدالغفور هوت، ویلي چې پاکستاني چارواکو د شنبې په ورځ د سوداګریزو فعالیتونو د درولو پرېکړه کړې ده.
د نوموړي په وینا، هره ورځ له دې لارې شاوخوا ۵۰۰ باروړونکي موټر له ایران څخه پاکستان ته توکي راوړي او نږدې په همدې شمېر موټر له پاکستان څخه ایران ته سوداګریز توکي لېږدوي.
هوت ویلي، د سوداګرۍ د ځنډېدو له امله د پاکستاني سوداګرو اندېښنې زیاتې شوې دي. نوموړي د پاکستان او ایران د چارواکو دوه خبرتیاوې هم شریکې کړې او زیاته کړې یې ده، چې د ایران په خبرتیا کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي سوداګرۍ د بندولو یادونه نه ده شوې.
د هغه په خبره، ګمرکي چارواکو ورته ویلي چې د سوداګرۍ ځنډول لنډمهاله دي او د ځینو تخنیکي ستونزو له امله رامنځته شوي دي. نوموړي هیله څرګنده کړې چې د دوشنبې تر ورځې به په دې اړه وضعیت روښانه شي.
هوت ټینګار کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ بندېدل به پاکستاني سوداګرو او خلکو ته زیان ورسوي او سرحدي سوداګري باید ونه درول شي.
د بلوچستان حکومت: د سرحدونو تړل لنډمهاله دي
د بلوچستان د اعلی وزیر د اطلاعاتو مرستیال، شاهد رند، ویلي چې د پاکستان او ایران ترمنځ د سرحدونو تړل لنډمهاله دي او موخه یې د امنیتي اندېښنو کمول، د قاچاق مخنیوی او د سرحدي چارو ښه تنظیمول دي.
د نوموړي په وینا، د سرحد دواړو غاړو ته د امنیتي وضعیت او اداري چارو د ښه کولو لپاره د سوداګریزو لارو لنډمهاله تړل اړین وو.
رند زیاته کړې، چې د سرحدي چارو د اداري ستونزو د هواري لپاره د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ خبرې مثبت لوري ته روانې دي او تمه ده چې سرحدونه ژر بېرته پرانیستل شي.
هغه ویلي، د سرحدي چارو اغېزمن تنظیم به په سرحدي سیمو کې د ناامنۍ په کابو کولو کې هم مرسته وکړي.
د بلوچستان په ټولو سرحدي سیمو کې سوداګري درېدلې
د بلوچستان د سرحدي ولسوالیو یوه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ویلي چې د شنبې په ورځ یوازې د ګوادر له لارې نه، بلکې د دې ایالت په ټولو سرحدي دروازو کې له ایران سره سوداګریز فعالیتونه درول شوي وو.
د بلوچستان په چاغۍ ولسوالۍ کې د تفتان سرحدي دروازه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ له مهمو لارو څخه ده.
د چاغۍ مرستیال کمېشنر پر اېکس ټولنیزې شبکې په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې د پاکستان او ایران ترمنځ د سرحدونو تړل لنډمهاله دي او موخه یې د سرحدي چارو د ښه تنظیم له لارې د ترهګرۍ ضد هڅو پیاوړتیا ده.
د نوموړي په وینا، کله چې د سرحدي چارو د ښه تنظیم لپاره اړین اقدامات بشپړ شي، سرحدونه به بېرته پرانیستل شي.


