ويب ډیسک
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي چې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۱۹ طالبان ووژل شول او ۴۱ نور ټپیان شوي.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
د دې په خواکې ۱۰ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.
دغه طالبان د هېواد، غزني، اروزګان، هرات، سرپل, فاریاب، بغلان او تخار ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي. خو تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.


