پېښور کې د ښوونځي د چت نړېدو پېښه؛ د مړو شویو کسانو شمېر ۳۴ ته لوړ شو

0
62

د پاکستان د خیبر پښتونخوا په پېښور ښار کې د یوه خصوصي ښوونځي د چت نړېدو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۴ ته لوړ شوی، چې ۳۳ یې زده‌کوونکي او یوه ښوونکې ده.

پېښه د اکتوبر پر ۱۵مه د پېښور په دیر کالونۍ کې د اپریدي اباد په سیمه کې شوې ده. د ژغورنې ډلې د پېښې ځای ته رسېدلې او د ژغورنې عملیات یې څو ساعته دوام کړی دی. په دې پېښه کې لسګونه زده‌کوونکي هم ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، د ښوونځي ودانۍ دوه پوړونه لرل او دواړه چتونه یو پر بل نړېدلي دي. د پولیسو چارواکو ویلي، د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړې او د ښوونځي څښتن یې نیولی دی. هغوی زیاته کړې چې د نورو اړوندو چارواکو د احتمالي ناغېړۍ په اړه به هم پلټنې وکړي.

په پاکستان کې تر دې مخکې هم د ښوونځیو او نورو ودانیو د چتونو نړېدو مرګونې پېښې شوې دي. د ودانیو د خوندیتوب د معیارونو نه مراعتول او د غیرمعیاري ودانیزو توکو کارول د ورته پېښو له مهمو احتمالي لاملونو ګڼل کېږي.