پاکستان د لوږې د نړیوال شاخص (GHI) د ۲۰۲۶ کال په نوملړ کې د ۱۲۲ هېوادونو په منځ کې ۱۰۶م ځای خپل کړی دی. د دغه شاخص له مخې، په پاکستان کې د لوږې کچه د اندېښنې وړ بلل شوې او د خوړو کمښت او د خوارځواکۍ ستونزې لا هم د دغه هېواد له مهمو ننګونو څخه دي.
د لوږې نړیوال شاخص په کلني ډول د درېیو بنسټونو، یعنې د نړیوالې مرستندویې ادارې «کانسرن ورلډوایډ»، د مرستندویې ادارې «وېلټ هنګر هېلفه» او د سولې او وسلهوالو شخړو د نړیوال قانون انسټیټیوټ له خوا خپرېږي. دغه شاخص په نړیواله، سیمهییزه او د هېوادونو په کچه د لوږې وضعیت ارزوي او د دې ستونزې د کمولو لپاره د اقداماتو هڅونه کوي.
د راپور له مخې، پاکستان د لوږې په نړیوال شاخص کې ۲۵.۵ نمرې ترلاسه کړې دي، چې د دغه شاخص د ارزونې له مخې په دغه هېواد کې د لوږې «جدي کچه» ښيي. د سویلي اسیا د سیمې منځنۍ نمرې ۲۳.۵ او د نړۍ نمرې ۱۸.۱ ښودل شوې دي.
په سویلي اسیا کې یوازې افغانستان د لوږې په دغه شاخص کې تر پاکستان لوړې نمرې لري. افغانستان په ۱۰۸م ځای کې راغلی او ۲۸.۶ نمرې یې ترلاسه کړې دي.
سره له دې، راپور ښيي چې په پاکستان کې د لوږې وضعیت د اوږدې مودې په پرتله ښه شوی دی. په ۲۰۰۰ کال کې د دغه هېواد نمرې ۳۶.۲ وې، خو په ۲۰۲۶ کال کې ۲۵.۵ ته راټیټې شوې دي.
د لوږې نړیوال شاخص د څلورو مهمو معیارونو پر بنسټ محاسبه کېږي: د کافي خوړو نهلاسرسی، د پنځو کلونو څخه د کم عمره ماشومانو د ودې ټکنیوالی، د ماشومانو د وزن کمښت او د پنځو کلونو څخه د کم عمره ماشومانو مړینه.
د شاخص د معلوماتو له مخې، د پاکستان ۱۶.۱ سلنه وګړي له خوارځواکۍ سره مخ دي. همدارنګه، د پنځو کلونو څخه د کم عمره ماشومانو ۳۳.۶ سلنه د عمر په پرتله ټیټ قد لري، ۹.۸ سلنه یې د قد په تناسب لږ وزن لري او ۵.۶ سلنه ماشومان د پنځمې کلیزې تر مخه مري.
بلخوا، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، په پاکستان کې د ماشومانو خوارځواکي لا هم یوه مهمه ستونزه ده. د دغه پروګرام د معلوماتو له مخې، د پنځو کلونو څخه د کم عمره ماشومانو شاوخوا ۴۰ سلنه د عمر په پرتله ټیټ قد لري. دغه سازمان ټینګار کوي چې د ښځو، ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره د مغذي خوړو او اړینو روغتیايي خدمتونو برابرولو ته دوامداره پاملرنه اړینه ده.
د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، په پاکستان کې د خوړو د خوندیتوب ستونزه هم په ګڼو سیمو کې دوام لري. د خوړو د خوندیتوب د مدغم پړاوونو د ډلبندۍ (IPC) د وروستۍ ارزونې له مخې، په دغه هېواد کې ۷.۵ میلیونه کسان د خوړو د ناامنۍ له درېیم پړاو یا تر هغه پورته حالت سره مخ دي. په دې ډله کې ۱.۲۵ میلیونه کسان د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي.
راپور همدارنګه یادونه کوي چې پاکستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د زیانمنونکو هېوادونو له ډلې دی او په دغه هېواد کې سېلابونه، وچکالۍ او د تودوخې سختې څپې په زیاتېدونکي ډول ستونزې رامنځته کوي. د دغو پېښو له امله د خلکو ژوند، کورونه او بنسټیزې ودانۍ زیانمنېږي.
د راپور له مخې، که څه هم پاکستان د نړۍ په ټولیزو شنو خونو ګازونو کې له یو سلنې څخه کمه ونډه لري، خو د اقلیمي بدلونونو له امله له سختو زیانونو سره مخ دی. دغه وضعیت د خوړو پر تولید، د خلکو پر معیشت او د خوړو پر خوندیتوب هم اغېز کوي.


