ملتان کې د رحمان بابا اورګاډي د پېښې له امله ۶ کسان مړه او تر ۳۰ ډېر ټپیان شوي

0
64

د پاکستان په ملتان ښار کې د شیر شاه پله ته څېرمه د رحمان بابا اورګاډي د پټلۍ پرېښودو له امله شپږ کسان مړه او تر ۳۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، له کراچۍ څخه پېښور ته روان د رحمان بابا اورګاډي ټولې ۱۵ بګۍ د سهار شاوخوا ۵:۱۵ بجې له پټلۍ وتلې دي.

د ژغورنې ادارې چارواکي وايي، د پېښې په ځای کې د ژغورنې چارې بشپړې شوې دي او د مړو او ټپیانو جسدونه او ټپیان د ملتان نشتر روغتون ته لېږدول شوي دي. په روغتون کې بېړنی حالت هم اعلان شوی دی.

چارواکي زیاتوي چې د پېښې له امله یوه نیم کلنه ماشومه ورکه شوې او د موندلو هڅې یې روانې دي.

د اورګاډي چارواکو ویلي، د پېښې د لامل معلومولو لپاره څېړنې روانې دي او د شواهدو راټولولو لپاره یوه کمېټه ګومارل شوې ده. د دوی په وینا، د پټلۍ د بېرته فعالولو هڅې هم روانې دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د اورګاډي وزیر حنیف عباسي د پېښې په اړه خبرتیا اخیستې او اړوندو چارواکو ته یې د ټپیانو د درملنې او مرستندویه چارو د چټکتیا سپارښتنه کړې ده.

د اورګاډي وزیر ویلي، د پېښې د مړو او ټپیانو کورنیو ته به د اورګاډي د بیمې د تګلارې له مخې تاوان ورکړل شي.