د افغانستان د واکمن حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، پر افغانستان د پاکستان د کورنیو ستونزو پړه اچول د دغو ستونزو د حل لار نه ده او اسلاماباد باید د خپلو سیاسي، امنیتي، ټولنیزو او اقتصادي ستونزو د هواري لپاره رغنده ګامونه واخلي.
مجاهد په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د پاکستان کورنۍ ستونزې د اندېښنې وړ دي او پر ټوله سیمه منفي اغېز کوي.
هغه زیاته کړې، پر افغانستان د پاکستاني چارواکو بېبنسټه تورونه، د خبرو اترو د بهیر ګډوډول او د حللارو پر ځای تبلیغاتو ته پام کول ناکامه تګلاره ده.
د مجاهد په وینا، پاکستان باید د خپلو کورنیو ستونزو د هواري لپاره عملي ګامونه واخلي او د خپلو سیاستوالو او خلکو نظرونو او حقونو ته درناوی وکړي.


