پرله‌پسې ټولنیزې رسنۍ کتل د رواني او جسمي ستونزو لامل کېدای شي

0
64

د یوې نوې څېړنې له مخې، پر ټولنیزو رسنیو د اوږدې مودې تېرول او د خپرو شویو مطالبو پرله‌پسې کتل د انسان پر رواني او جسمي روغتیا ناوړه اغېزې لرلای شي.

د راپور له مخې، په طبي مجله «لینسټ عمومي» (The Lancet General) کې د خپرو شویو څېړنو له لارې د سمارټ‌فونونو، لپټاپونو او ټولنیزو رسنیو د ډېر کارولو پر روغتیايي اغېزو رڼا اچول شوې ده. په دغو څېړنو کې د اروپا، شمالي امریکا او اسیا د روغتیايي برخې د متخصصانو موندنې هم شاملې دي.

متخصصان وايي، پر ټولنیزو رسنیو د ډېر وخت تېرول د اندېښنې، یوازیتوب او خپګان له زیاتېدو سره تړاو لرلای شي. د دوی په وینا، کله چې خلک په ټولنیزو رسنیو کې د نورو کسانو ژوند ویني او خپل ژوند ورسره پرتله کوي، ښايي پر ځان یې باور کم او رواني فشار یې زیات شي.

د راپور له مخې، د شپې له خوا له خوب مخکې د ټیلیفون او نورو برېښنايي پردو کارول هم د خوب پر کیفیت اغېز کولای شي. د دغو پردو شین رڼا د خوب د تنظیموونکي هورمون، مېلاتونین، پر تولید اغېز کوي چې په پایله کې یې د خوب ګډوډي او ستړیا رامنځته کېدای شي.

همدارنګه، د ساعتونو لپاره په یوه حالت کې ناست پاتې کېدل او پردې ته کتل د غاړې، ملا او سترګو د درد لامل کېدای شي. د راپور له مخې، د خوځښت کمښت په کم عمر کې د چاغښت او د وینې د لوړ فشار له زیات خطر سره هم تړاو لري.

متخصصان سپارښتنه کوي چې خلک دې هره ورځ د ټیلیفون او نورو برېښنايي وسایلو له کارولو پرته ځانګړی وخت وټاکي. د دوی په وینا، د خوړو پر مهال او له خوب څخه لږ تر لږه یو ساعت مخکې باید د ټیلیفون کارول پرېښودل شي، څو د خوب نظم او د ژوند ورځني عادتونه ښه وساتل شي.