د تحریک انصاف لاریون پنځمې ورځې ته وغځېد، کاروان پېښور ته ورسېد

0
61

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان تحریک انصاف ګوند اوږد لاریون د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سهیل اپرېدي په مشرۍ د پنجشنبې په ماښام پېښور ته رسېدلی دی.

دغه لاریون د اکتوبر پر څلورمه له لکي مروتو د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان د خوشې کېدو په غوښتنه پیل شوی و. کاروان د کوهاټ، متاني او خیبر له سیمو تر تېرېدو وروسته پېښور ته رسېدلی دی.

د راپور له مخې، سهیل اپرېدي د پېښور د حیات اباد په ټال پلازا کې د لاریون ګډونوالو ته وینا کړې او له هغوی یې غوښتي چې د خپلې مبارزې هوډ وساتي. نوموړي ویلي، د عمران خان لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

د لاریون د راتلونکو پړاوونو په اړه اپرېدي ویلي، کاروان به تر چارسدې وروسته صوابۍ ته ځي او هلته به د راتلونکو ګامونو په اړه اعلان وکړي. د تحریک انصاف د پلان له مخې، د اکتوبر پر لسمه په مردان او پر یوولسمه په صوابۍ کې هم غونډې جوړېږي.

د ډان د راپور له مخې، د لاریون د لارې او وروستي تمځي په اړه څو ځله بدلونونه راغلي دي. که څه هم تحریک انصاف په پیل کې اسلام‌اباد ته د تګ خبره کړې وه، خو د اکتوبر تر اتمې پورې د کاروان وروستی منزل لا نه و روښانه شوی.

د پاکستان مرکزي حکومت له تحریک انصاف څخه اسلام‌اباد کې د لاریونونو او غونډو د نه کولو غوښتنه کړې وه، خو دغه ګوند د فدرالي حکومت سره د خبرو اترو له ناکامېدو وروسته خپل لاریون پیل کړ.