د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش ویلي، له پاکستان څخه د افغان کډوالو بېرته ستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي او له انساني وقار سره سم ترسره شي.
ګوتیرش په اسلاماباد کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل، ملګري ملتونه له پاکستان سره ګډ کار کوي، څو د افغانانو د ستنېدو پر مهال د خوندیتوب اصول مراعات او د هغوی بېرته ستنېدل په خوندي او باعزته توګه ترسره شي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې شاوخوا ۶.۵ میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
دغه سازمان وايي، ډېری راستنېدونکي افغانان له بېرته ستنېدو وروسته د کار، عاید، خوړو، سرپناه او بنسټیزو خدمتونو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
پاکستان او ایران په وروستیو کلونو کې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر چټک کړی، خو د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، لا هم میلیونونه افغانان په دغو دواړو هېوادونو کې مېشت دي.
ګوتیرش د اکتوبر پر شپږمه اسلاماباد ته د درې ورځني رسمي سفر لپاره تللی دی. د دغه سفر پر مهال به نوموړی له پاکستاني چارواکو سره د سیمهییزو او نړیوالو موضوعاتو، په منځني ختیځ کې د جګړې د پای ته رسولو او د امریکا او ایران ترمنځ د دیپلوماتیکو هڅو په اړه خبرې وکړي.


