د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې د اپوزېشن مشر محمود خان اڅکزي ویلي، چې په خیبر پښتونخوا کې به د ګورنر واک ونه مني او که دا واک ولګول شي، نو په ټول هېواد کې به احتجاج وکړي.
محمود خان اڅکزي په ژوب کې یوې عامه غونډې ته د وینا پر مهال وویل، که په خیبر پښتونخوا کې د ګورنر واک ولګول شي، نو دوی به یې پر وړاندې پراخ مقاومت وکړي.
نوموړي وویل، له عمران خان سره له لیدنې پرته له حکومت سره خبرې اترې نه شي کېدای. د هغه په وینا، که حکومت د ستونزې د حل غوښتونکی وي، نو باید له عمران خان سره د دوی د لیدنې زمینه برابره کړي.
اڅکزي وویل، له عمران خان سره تر لیدنې وروسته به د ټولو ستونزو تر حل پورې خبرې اترې روانې ساتي او عمران خان چې څه ووایي، دوی به یې د خبرو مېز ته ورسوي.
هغه زیاته کړه چې ټولې سیاسي ډلې باید د اساسي قانون د واکمنۍ پر سر هوکړه وکړي او د سیاسي کړکېچ د حل لاره په خبرو اترو او د اساسي قانون په واکمنۍ کې ده.
محمود خان اڅکزي وویل، دوی د شهباز شریف حکومت نه مني او د پاکستان د ټاکنو د کمېسیون د مشر او غړو د ټاکنې په اړه باید د اساسي قانون له ټاکل شوې لارې کار واخیستل شي.
هغه وویل، د دغو ټاکنو په اړه له لومړي وزیر یا د ملي اسمبلۍ د مشر په دفتر کې د ناستې پر ځای، د نواز شریف په مری کې په کور کې خبرو ته چمتو دی.


