اسد قیصر: خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی

0
79

د پاکستان تحریک انصاف مخکښ او د ملي اسمبلۍ پخواني سپیکر اسد قیصر ویلي، خیبر پښتونخوا له تېرو څو کلونو راهیسې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی.

اسد قیصر په خپله ایکس پاڼه لیکلي، په تېرو کلونو کې د خیبر پښتونخوا پولیسو، د ترهګرۍ ضد څانګې، ځانګړې څانګې او نورو امنیتي ادارو یو شمېر کارکوونکو د خلکو د خوندیتوب او سولې لپاره خپلې ژوندۍ قربانۍ ورکړې دي.

هغه ویلي، سره له دغو قربانیو، دغه ولایت لا هم د ترهګرۍ له ګواښونو، محدودو مالي سرچینو او ستونزمن جغرافیایي وضعیت سره مخ دی.

د قیصر په وینا، د خیبر پښتونخوا حکومت د دغو ستونزو د هواري لپاره د پولیسو پیاوړتیا او د هغوی د چارو د عصري کولو لپاره هڅې کوي.

هغه ویلي، په روان مالي کال کې د پولیسو لپاره شاوخوا ۱۹۱ میلیارده پاکستانۍ روپۍ ځانګړې شوې دي. د ده په خبره، له دې بودجې څخه د پولیسو د معاشونو او هوساینې ترڅنګ د عصري وسلو، د مرمۍ ضد موټرو، زغروالو موټرو، حرارتي کمره‌وو، بې‌پیلوټه الوتکو، د بې‌پیلوټه الوتکو ضد سیستمونو، د اړیکو ګډوډوونکو او عصري مخابراتي وسایلو لپاره کار اخیستل کېږي.

قیصر زیاته کړې، د پولیسو، د ترهګرۍ ضد څانګې او ځانګړې څانګې د وړتیا لوړولو لپاره ۳۱ میلیارده روپۍ ځانګړې بسته هم منظور شوې ده.

د هغه په وینا، د ترهګرۍ پر وړاندې اغېزمنه مبارزه یوازې په دودیزو عملیاتو نه شي کېدای، بلکې پیاوړي پولیس، پر وخت او کره استخباراتي معلومات، عصري څارنیز سیستمونه او د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي هم اړینه ده.

هغه ویلي، د خوندي ښار پروژو، عصري قوماندې او کنټرول سیستمونو او د ترهګرۍ ضد او ځانګړې څانګو د وړتیا لوړولو لپاره هم کار روان دی، څو د ترهګرو تګ راتګ وڅارل شي، ګواښونه پر وخت وپېژندل شي او د احتمالي بریدونو پر وړاندې ژر غبرګون وښودل شي.

اسد قیصر ټینګار کړی چې د دایمي سولې لپاره د مرکزي حکومت، خیبر پښتونخوا حکومت، امنیتي ادارو او خلکو ترمنځ همکاري اړینه ده. د هغه په وینا، سوله یوازې د خیبر پښتونخوا نه، بلکې د ټول پاکستان ګډه اړتیا او مسوولیت دی.