د پاکستان حکومت او اپوزیسیون د خبرو پر دوام هوکړې ته نږدې شوي

0
74

د پاکستان د حکومت او اپوزیسیون ترمنځ د خبرو په دویم پړاو کې د پام وړ پرمختګ شوی او د دواړو لورو ترمنځ د یوه لیکلي هوکړه‌لیک د جوړولو بهیر پیل شوی دی.

د سرچینو په وینا، د هوکړې مسوده چمتو کېږي او تمه ده چې د دواړو لورو استازي به پرې لاسلیک وکړي. د ملي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د خبرو کوربه او مشر دی. په دې خبرو کې د مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند په ګډون د حکومت او اپوزیسیون استازي برخه لري.

د خبرو په پیل کې دواړو لورو یو له بل سره ځینې شکایتونه هم مطرح کړل. د حکومتي پلاوي غړي امیر مقام د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلیٰ سهیل افریدي د لاریون په اړه د ټولنیزو رسنیو څرګندونې یادې کړې او ویې ویل، حکومت له اپوزیسیون څخه د خبرو د پرمختګ لپاره د لاریون د لغوه کولو غوښتنه کړې وه، خو وروسته د لاریون په اړه بیا څرګندونې وشوې.

حکومتي لوري همداراز د ځینو لوړپوړو چارواکو په اړه د اپوزیسیون د ځینو څرګندونو په اړه اعتراض وکړ او پوښتنه یې وکړه چې د خبرو لپاره د اپوزیسیون پلاوی تر کومه حده واک لري.

اپوزیسیون بیا د دفاع وزیر خواجه اصف د ټولنیزو رسنیو څرګندونې یادې کړې او ویې ویل چې که خبرې باید مخته ولاړې شي، نو د دواړو لورو ترمنځ د باور رامنځته کول اړین دي.

حکومتي پلاوي ویلي چې دوی د خبرو لپاره په خلاص زړه راغلي او بشپړ واک لري. بل لوري ته، پیپلز ګوند ټینګار کړی چې د خبرو د پرمختګ لپاره دې لاریون بې له کوم شرطه وځنډول شي.

د سرچینو په وینا، د خبرو په بهیر کې د لا پرمختګ امکان شته او د لاریون د ځنډولو او د ځانګړو کمېټو له لارې د خبرو د دوام پر وړاندیز هم غور کېږي. ویل شوي چې دواړه لوري به د خپلو مشرانو له سلا وروسته په دې اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

تر دې وړاندې د ملي اسمبلۍ ودانۍ ته د رسېدو پر مهال د اپوزیسیون غړي سلمان اکرم راجا ویلي چې په هېواد کې باید عدالت او اساسي قانون بېرته پیاوړي شي. نوموړي د تحریک انصاف د بنسټګر عمران خان د روغتیا په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او د درملنې لپاره یې د شفا نړیوال روغتون ته د هغه د لېږد غوښتنه کړې ده.

وفاقي وزیر امیر مقام ویلي چې حکومت په اخلاص سره خبرې کوي او پایلې ته به یې انتظار کېږي. د پیپلز ګوند مشرې شېرۍ رحمان بیا ویلي چې د دوی هڅه دا ده چې د روانې ستونزې لپاره د خبرو او ولسواکۍ له لارې حل وموندل شي.

هغې زیاته کړې چې د ټولنیزو رسنیو پر څرګندونو به تر اوسه کوم غبرګون نه څرګندوي، ځکه د خبرو مېز موخه دا ده چې دواړه لوري خپلې مسئلې په مستقیم ډول وڅېړي.