د افغانستان برېښنا شرکت او د تاجکستان د «پامیر انرژۍ» شرکت د بدخشان سرحدي ولسوالیو ته د برېښنا رسولو او د انرژۍ په برخه کې د همکارۍ د پراخولو هوکړه لاسلیک کړې ده.
د راپورونو له مخې، دغه هوکړه د شنبې په ورځ د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د افغانستان برېښنا شرکت د اجرائیوي مشر ملا عبدالحق همکار او د پامیر انرژۍ شرکت د مشر امیرخان رحیم ترمنځ لاسلیک شوې ده.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د هوکړې موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنا په برخه کې د همکارۍ پراخول، د بدخشان په سرحدي سیمو کې د برېښنا رسولو پیاوړتیا او خلکو ته د انرژۍ د خدمتونو ښه کول دي.
د هوکړې د لاسلیک پر مهال تاجکستان څخه د بدخشان تر مرکز فیضاباد پورې د ۱۱۰ کیلوولټه برېښنا لېږد مزي د غځولو پر امکان هم خبرې شوې دي.
د افغانستان برېښنا شرکت د مشر په وینا، د برېښنا د لېږد شبکې پراخول کولی شي په بدخشان کې د انرژۍ بنسټونه پیاوړي کړي.
د پامیر انرژۍ شرکت استازو ویلي، چې د یادې طرحې تخنیکي ارزونې به بشپړېږي او له هغې وروسته به وړاندیزونه له افغانستان برېښنا شرکت سره شریک شي.
افغانستان خپلې د برېښنا اړتیاوې تر ډېره له ګاونډیو هېوادونو څخه پوره کوي او تاجکستان هم د افغانستان له مهمو برېښنا برابرونکو هېوادونو څخه دی. د معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې تاجکستان افغانستان ته شاوخوا ۷۰۲ میلیونه کیلوواټساعته برېښنا صادره کړې ده.
د پامیر انرژۍ شرکت له دې وړاندې هم د بدخشان ځینو سرحدي سیمو او کلیو ته د برېښنا په رسولو کې ونډه لرلې ده. د نوې هوکړې له مخې هڅه کېږي چې دغه همکاري نوره هم منظمه او پراخه شي.
بدخشان سرحدي سیمې له جغرافیایي پلوه لرې پرتې او غرني سیمې دي، چې د برېښنا د بنسټونو پراختیا پکې له ننګونو سره مخ ده. د برېښنا د رسولو د شبکې پراختیا کولی شي د خلکو پر کورنیو اړتیاوو سربېره د ښوونې، روغتیا او کوچنیو کاروبارونو لپاره هم زمینه برابره کړي.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، دواړه لوري به د هوکړې د عملي کولو لپاره تخنیکي او سوداګریزې خبرې روانې ساتي او د ۱۱۰ کیلوولټه برېښنا لېږد مزي د غځولو په اړه به له تخنیکي ارزونو وروسته نور وړاندیزونه وړاندې شي.


