څیړنه: د کوټې د ۳۴ کان‌کېندونکو د مرګ پېښه د چاودېدونکو توکو کارولو له امله رامنځته شوې

0
65

د بلوچستان په کوټه کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ۳۴ کان‌کېندونکو د مړینې په اړه د ترسره شوې څېړنې په راپور کې ویل شوي چې د پېښې اصلي لامل په کان کې د چاودېدونکو توکو ناقانونه کارول وو.

پېښه د ۲۰۲۶ کال د جولای پر ۳۰مه، د کوټې ښار سوېل ختیځ ته شاوخوا ۳۰ کیلومتره لرې د سور رینج په سیمه کې رامنځته شوې وه.

د بلوچستان د اعلی وزیر د پلټنې ډلې تر مشرۍ لاندې جوړې شوې څېړنیزې کمېټې د پېښې ځای کتلی، د اړوندو چارواکو څرګندونې یې اخیستې او اسناد او نور شواهد یې څېړلي دي.

د راپور له مخې، چاودنه د سردار محمد عثمان خان جوګېزي د سکرو شرکت په لومړي کان کې د ځمکې لاندې شاوخوا ۴۱۸۰ فوټه ژوروالی کې شوې وه. دغه کان له دویم کان سره د هوا د تېرېدو لپاره تړلی و، نو دواړه کانونه د پېښې له امله اغېزمن شوي دي.

د پېښې پر مهال په دواړو کانونو کې ۳۲ کان‌کېندونکي کار کاوه، چې یوازې یو کس ژوندی له کان څخه راووت. وروسته درې نور کسان د خپلو ملګرو او خپلوانو د ژغورلو لپاره کان ته دننه شول، خو هغوی هم ووژل شول.

د ژغورنې چارې شاوخوا درې ورځې وروسته بشپړې شوې او د ټولو مړو جسدونه له کان څخه وایستل شول. د طبي معایناتو له مخې، پنځه کسان د سوځېدو او ۲۹ نور د ساه بندېدو له امله مړه شوي وو.

د چاودېدونکو توکو کارول

د څېړنې له مخې، د کان په هغه برخه کې چې سکاره ترې ایستل کېدل، د سختې ډبرې په طبقه کې د برمه‌کارۍ سوري موندل شوي وو. د کمېټې په وینا، دغه نښې ښيي چې په سیمه کې چاودنه شوې وه.

په راپور کې ویل شوي چې د چاودنې له امله د سکرو نرۍ دوړه خپره شوې او ښايي د کان تر داخلې پورې رسېدلې وي.

څېړونکې کمېټې ویلي چې د چاودېدونکو توکو د کارولو او ساتلو په برخه کې د ۱۹۲۶ کال د سکرو کانونو د مقرراتو ځینې مادې رعایت شوې نه وې.

د کانونو د څارنې ادارې چارواکو ویلي چې د اړوند شرکت له خوا د چاودېدونکو توکو د کارولو لپاره نه لازم جواز موجود و او نه هم د دې کار لپاره مسلکي کس ګومارل شوی و.

د څېړنې په راپور کې د کان د مالکانو، مدیر او د کان د مشر پر وړاندې د اړوندو قوانینو له مخې د جنايي اقدام سپارښتنه هم شوې ده.

په کان کې د کم عمره کسانو کار

په راپور کې ویل شوي چې د پېښې له مړو کسانو څخه شپږ تنه تر ۱۸ کلونو کم عمره وو.

د دوی له ډلې د دوو کسانو عمرونه له ۱۷ کلونو هم کم وو؛ د یوه عمر ۱۶ کاله او درې میاشتې او د بل ۱۶ کاله او څلور میاشتې ښودل شوی دی.

د څېړنې له مخې، د پاکستان د کانونو د قانون له مخې له ۱۷ کلونو کم عمره کسان د کانونو دننه په کار ګومارل کېدای نه شي.

په پېښه کې د یوې کورنۍ درې وروڼه او د هغوی یو تره هم وژل شوي دي. د راپور له مخې، له څو نورو کورنیو هم څو غړي په همدې پېښه کې مړه شوي دي.

کمېټې سپارښتنه کړې چې د نږدې خپلوانو د یوې کورنۍ د څو غړو د یوه وخت په یوه کان کې د کار کولو په اړه دې د خوندیتوب لپاره قانوني تګلاره جوړه شي.

د پی‌اېم‌ډي‌سي د تړونونو په اړه موندنې

د راپور له مخې، هغه سیمه چې کان پکې موقعیت لري، د پاکستان منرال ډیولپمنټ کارپوریشن یا پی‌اېم‌ډي‌سي په اجاره اخیستې وه، خو وروسته یې یوې کمپنۍ ته د تړون له لارې د سکرو د ایستلو اجازه ورکړې وه.

د څېړنې کمېټې ویلي چې د کانونو د چارو د داسې فرعي تړونونو قانوني وضعیت باید وڅېړل شي او هغه تړونونه چې له قانون سره په ټکر کې وي، لغوه شي.

کمېټې ټینګار کړی چې د کان د کار د تړون له لارې د کارګرو د خوندیتوب قانوني مسؤلیت له منځه نه ځي.

د څارنې لپاره د کارکوونکو کمښت

د څېړنې په راپور کې ویل شوي چې په بلوچستان کې د شاوخوا ۲۹۳۵ کانونو د څارنې لپاره یوازې ۱۵ د پلټنې افسران موجود دي.

د هغهې سیمې لپاره چې دا پېښه پکې شوې، ۵۰۷ کانونه او شاوخوا شپږ زره کان‌کېندونکي تر څار لاندې دي، خو هلته یوازې یو پلټونکی، یو مرستیال پلټونکی او یو برېښنايي پلټونکی موجود دي.

کمېټې ویلي چې د دومره لږ شمېر کارکوونکو له امله حتی د یوه کان بیا بیا کلنی معاینه هم په عملي توګه ډېره ستونزمنه ده.

په راپور کې د کانونو د څارنې ادارې د جوړښت د بیا تنظیم، د تخنیکي وړتیا د لوړولو او د کان‌کېندونکو د خوندیتوب لپاره د نورو سیمو د تجربو د ارزونې سپارښتنه شوې ده.

د کارګرو د حقونو په اړه نورې موندنې

د کار او بشري ځواک ادارې په جلا راپور کې ویل شوي چې په دغه کان کې د کارګرو اتحادیه نه وه او د کارګرو د استوګنې ځایونه هم مناسب نه وو.

د راپور له مخې، کارګرو ته د پاکو اوبو اسانتیا هم کافي نه وه.

د کارګرو د ټولنیز امنیت په اړه هم ستونزې موندل شوې دي. د ۳۴ مړو کسانو له ډلې د یوازې ۱۴ کسانو د ای‌او‌بي‌اېی د ثبت اسناد وروسته وړاندې شوي وو.

همداراز ویل شوي چې شرکت د کارګرو د هوساینې صندوق ته خپله لازمي ونډه هم نه وه ورکړې.

د کار او بشري ځواک ادارې سپارښتنه کړې چې د مړو کان‌کېندونکو کورنیو ته د مالکانو له خوا ورکول کېدونکې مرستې اندازه له پنځو لکو څخه شلو لکو پاکستانیو روپیو ته لوړه شي.

د کانونو د خوندیتوب عمومي وضعیت

د کانونو د څارنې ادارې د شمېرو له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر اوسه په بلوچستان کې د ډبرو سکرو په کانونو کې ۲۶۸ پېښې شوې دي چې له امله یې ۴۵۸ کان‌کېندونکي وژل شوي دي.

یوازې په ۲۰۲۶ کال کې تر دې دمه د ۳۵ پېښو له امله د ۷۵ کان‌کېندونکو د وژل کېدو شمېر ثبت شوی دی.

د څېړنې په راپور کې ویل شوي چې د ځمکې لاندې کان‌کېندنه له خطرناکو کارونو څخه ده او د کارګرو د ژوند د خوندي کولو لپاره د خوندیتوب قوانینو عملي کول او د څارنې پیاوړي کول اړین دي.

د کمېټې په سپارښتنو کې د کانونو د روغتیا او خوندیتوب د نوي قانون د ژر بشپړولو غوښتنه هم شوې، ځکه په راپور کې اوسنی د کانونو قانون د نننیو اړتیاوو لپاره زوړ بلل شوی دی.

د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د کان د مالکانو، مدیر او د کان د مشر پر وړاندې د پاکستان د جزا قانون له مخې قضیه هم ثبت شوې وه. د چارواکو په وینا، تورنو کسانو تر نیول کېدو مخکې ضمانت اخیستی و.

د څېړنې کمېټې په پای کې سپارښتنه کړې چې د پېښې د لاملونو او موندل شویو سرغړونو پر بنسټ دې د اړوندو کسانو پر وړاندې د قانون له مخې اقدام وشي.