حوثیانو د مدینې منورې د برېښنا پر وېش مرکز برید کړی

0
84

د سعودي عربستان په مدینه منوره کې د برېښنا پر یوه وېش مرکز د برید خبر ورکړل شوی دی.

د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس (SPA) د راپور له مخې، د ائتلافي ځواکونو ویاند تورن جنرال ترکی المالکي ویلي چې د سې شنبې په سهار ۵:۱۱ بجې د مدینې منورې د برېښنا وېش یو مرکز په برید کې په نښه شوی دی.

نوموړي ویلي، د پېښې د څېړنو او ترلاسه شوو شواهدو له مخې، برید د حوثیانو له لوري ترسره شوی او د برید په ځای کې د کارول شوې بې‌پیلوټه الوتکې پاتې شوني هم موندل شوي دي.

د المالکي په وینا، په پېښه کې د برېښنا د وېش یوه ترانسفارمر له کاره لوېدلې، خو د برېښنا عمومي شبکه نه ده اغېزمنه شوې.

هغه ویلي چې دغه مرکز د مدینې منورې مسجد نبوي ته د برېښنا له خدمتونو سره تړاو لري او ائتلافي ځواکونه به د سعودي د دوو سپېڅلو جوماتونو او مکې او مدینې ته د ورتلونکو زیارت کوونکو د خوندیتوب لپاره اړین اقدامات روان ساتي.

دا په داسې حال کې ده چې د سعودي چارواکو په وینا، د سپټمبر پر ۱۵مه د سعودي هوايي دفاع په مکه مکرمه کې د یوه بې‌پیلوټه الوتکې د ننوتلو هڅه شنډه کړې وه.

سعودي چارواکو تر دې وړاندې هم ویلي وو چې په ۲۰۱۷ کال کې د حوثیانو له لوري د مکې پر لور توغول شوی بالستیک توغندی د طائف سیمې ته نږدې شنډ شوی و.