محمود خان اڅکزی: له شهباز شریف سره خبرې کوم، خو د وزیراعظم ماڼۍ یا دفتر ته نه ځم

0
82

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د اپوزېشن مشر محمود خان اڅکزي ویلي، له وزیراعظم شهباز شریف سره د خبرو امکان په بشپړه توګه نه ردوي، خو ټینګار یې کړی چې د خبرو لپاره به د وزیراعظم ماڼۍ، د هغه دفتر یا د سپیکر خونې ته ولاړ نه شي.

اڅکزي د اپوزېشن د مشرانو تر غونډې وروسته له پارلمان څخه بهر رسنیو ته وویل، دی چمتو دی چې د خبرو لپاره د پاکستان په هره سیمه کې، ان د ونې لاندې هم کېني.

نوموړي وویل، دی د هر سیاسي ګوند د مشر کور ته هم د خبرو لپاره تللی شي، خو د وزیراعظم ماڼۍ، د وزیراعظم دفتر او د سپیکر خونې ته به ورنه شي.

اڅکزي د اوسني حکومت د مشروعیت په اړه هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې د میلیونونو پاکستاني وګړو د رایو د برخلیک په اړه یې د خبرو پر مهال د سختو څرګندونو له کولو ډډه کړې ده.