په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي، چې د کونړ او هلمند ولایتونو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي، چې ډېری یې ماشومان دي، او ۹ نور ټپیان شوي دي.
یوناما ویلي، ملکي وګړي لا هم د پولې هاخوا د نښتو له امله زیانمنېږي. د دې ادارې په وینا، د سپټمبر په ۲۱مه هم په کونړ کې د یوه هوايي برید له امله لږ تر لږه درې ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي وو.
د یوناما د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې تر اوسه په افغانستان کې د پولې هاخوا د وسلهوالو تاوتریخوالو له امله د ملکي وګړو د وژل کېدو او ټپي کېدو له ۱۱۰۰ ډېرې پېښې ثبت شوې دي.
یوناما یو ځل بیا د تاوتریخوالي د کمولو، خبرو اترو، د نړیوال قانون د درناوي او د ملکي وګړو د لا ډېر زیان د مخنیوي غوښتنه کړې ده.


